د بهرنیو مرستو پرې کېدو د افغانستان روغتیايي سېسټم د ړنګېدو تر پولې رسولی

AP ۱۴۰۴ وری ۱۷

د افغانستان د روغتیايي سېسټم وضعیت ورځ تر بلې مخ په خرابېدو روان دی او د روغتیا نړۍوال سازمان خبرداری ورکړی، که بېړنۍ مرستې برابرې نشي؛ نو تر جون میاشتې پورې به ۸۰سلنه هغه روغتیایي خدمتونه چې د دغه سازمان په مالي ملاتړ چمتو کېږي په ټپه ودرېږي.

یاد سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې دا حالت به مېلیونونه افغانان له بسنټیزو روغتیايي خدمتونو بې ‌برخې کړي.

د عرب نیوز د یوه ځانګړي راپور له مخې، د امریکا د پراختیایي ادارې (USAID) له لوري د مرستو بندیز د افغانستان پر روغتیایي سېسټم خورا ژورې او بدې اغېزې وکړې.

یادې ادارې د افغانستان له بشري مرستو ۴۰ سلنه تأمینولې.

د دغو مرستو د بندېدو له امله د افغانستان نازک روغتیایي سېسټم له ناورینه ډکې څپې سره مخ شو.

د روغتیايي کارپوهانو خبرداری

د عامې روغتیا متخصص ډاکټر شفیق میرزازاده عرب نیوز ته ویلي، که څه هم د هېواد روغتیایي سېسټم لا په بشپړه توګه نه دی ړنګ شوی؛ خو د مرستو بندېدل به پراخې او ژورې منفي اغېزې ولري.

هغه زیاتوي، چې د افغانستان روغتیايي سېسټم له نړۍوالو تمویل کوونکو او د افغانستان د بیارغونې له صندوق (ARTF) سره تړلی دی.

دغه صندوق په ۲۰۰۲ کال کې جوړ شوی و؛ خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې تمرکز د ملګرو ملتونو او نادولتي موسسو له لارې په اساسي خدمتونو راټول دی.

خو د مرستو کمښت او سیاسي خنډونه د خلکو زیاتېدونکو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلی.

د روغتیا نړۍوال سازمان په وینا، تر مارچ میاشتې پورې د بودجې د کمښت له امله په ۲۵ ولایتونو کې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي چې له امله یې ۱.۶ مېلیونه کسان له خدمتونو بې ‌برخې شوي دي.

اټکل کېږي، که ژر مرسته ونه شي؛ نو تر جون میاشتې پورې به ۲۲۰ نور مرکزونه هم وتړل شي، چې ۱.۸ مېلیونه نور افغانان به د هېواد په شمال، لوېدیځ او شمال ‌ختیځ کې له روغتیايي خدمتونو بې ‌برخې شي.

په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازی اډوین سالوادور وایي:« دا یوازې شمېرې نه دي، دا د هغو مېرمنو ژوند دی چې د خوندي زېږون لپاره مرسته نشي ترلاسه کولای. له دې سره ماشومان واکسینو ته لاس رسی بایلي او ټولنه د وژونکو ناروغیو پر وړاندې بې وسه کېږي».

ډاکټر میرزا زاده وایي، د افغانستان روغتیايي سېسټم تر ډېره د مور او ماشوم پر خدمتونو تمرکز لاره؛ خو د اوسنيو خنډونو له کبله ښخې او ماشومان په مستقیمه توګه زیانمنېږي.

راپورونه ښيي، چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دوو میاشتو کې تر ۱۶۰۰۰ زیات د « شري ناروغۍ» شکمنې پېښې ثبت شوې او ۱۱۱ ماشومان مړه شوي دي.

د واکسینو کچه سخته راکمه شوې، چې دا وضعیت یې لا خراب کړی دی.

د طالبانو محدودیتونه؛ د ښځو روغتیا ته ګواښ

د طالبانو له‌خوا د نجونو پر زده‌‌کړو او د ښځو پر کار بندیز د روغتیايي سیسټم لپاره لوی ګوزار بلل شوی.

تېره ډېسمبر میاشت کې د قابلګۍ او نرسېنګ د زده‌کړو ټول مرکزونه وتړل شول.

د نسکور شوي جمهوری نظام پر مهال د افغانستان د روغتیا وزیر وحید مجروح دا کار «د عامې روغتیا ناورین» ګڼلې او ویلي یې دي، چې دغه بندیز د افغانستان د روغتیایي سېسټم وړتیا را کمې کړې دي.

خوارځواکي او د ساري ناروغیو زیاتوالی

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې؛ ۲۲.۹ مېلیونه افغانان بېړنیو روغتیايي خدمتونو، خوړو او پاکو اوبو ته اړتیا لري.

دغه سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې له درې نیم مېلیونو څخه زیات ماشومان د خوارځواکۍ له سختې څپې سره مخ دي. 

په ورته وخت کې د برټانیې یوې مرستندویه موسسې د ماشومانو خوندیتوب Save the Children ویلي، د بودجې کمښت له امله یې ۱۸ روغتیايي مرکزونه تړلي او نور ۱۴ یې د بندېدو له ګواښ سره مخ دي.

دغه مرکزونو یوازې د جنورۍ په میاشت کې ۱۳۴ زرو ماشومانو ته خدمتونه چمتو کړي وو.

افغانستان دا مهال له ملاریا، شري، ډینګي، پولیو او د کانګو له تبې سره هم مخ دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، که فعاله مرکزونه ونه ‌لري د دغو ناروغیو مخنیوی به ناشونی وي.

بې‌ځایه ‌شوي او بېرته راستانه شوي له پامه غورځېدلې

نږدې ۶.۳ مېلیونه کسان د افغانستان دننه بې ‌ځایه شوي او تر ۱.۲ مېلیونه ډېر کسان په ۲۰۲۴ کال کې له پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

له دې ډلې ډېری یې په خېمو کې له خورا خرابې حفظ الحصې سره ژوند کويو چې د نس ناستې، شري، ډینګي او ملاریا په څېر د ناروغیو خپرېدو لامل شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د فبرورۍ راپور وایي، د افغانستان په پولو کې د کرونا او تنفسي ناروغیو شکمنې پېښې زیاتې شوې دي.

همدارنګه د ۳۰ولایتونو د اوبو کمښت د نس ناستې او نورو ناروغیو ګواښ ډېر کړی دی.

ډاکټر میرزازاده وایي، د افغانستان د بیارغونې صندوق لا هم لږه بودجه لري؛ خو دا بسنه نه کوي.

هغه له طالبانو غوښتنه کړې، چې د روغتیايي سېسټم په تمویل کې برخه واخلي.

همدارنګه یې له اسلامي او عربي هېوادونو غوښتي، چې خپلې مرستې زیاتې کړي.

نوموړی زیاتوي:« تر اوسه ډېرې مرستې د لویدیځ لکه امریکا، جرمني او اروپایي ټولنې برابرې کړې دي. اسلامي هېوادونه کولای شي نور هم فعال شي او خپلې مرستې د ملګرو ملتونو له لارې اړوندو موسسو ته وسپاري؛ ترڅو چې یو باثباته داخلي سېسټم جوړېږي، خلکو ته اساسي خدمتونه وړاندې کړي».

نور خبرونه

رادیو