سهیل شاهین: طالبان غواړي روسیه او امریکا دواړه د افغانستان بیا رغونه کې برخه واخلي

AP ۱۴۰۴ وری ۱۷

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین د روسیې له تور نوملړه د طالبانو د نوم اېستلو هرکلی کړی او وايي، دا ډله غواړي روسیه او امریکا دواړه د افغانستان بیا رغونه کې برخه واخلي.

شاهین د روسیې ټلویزیون ته مرکه کې وویل، چې افغانستان غواړي له مسکو او برېکس هېوادونو سره همکاري پراخه کړي.

د روسي لویې څارنوالۍ تېره اونۍ ددغه هېواد سترې محکمې ته غوښتنه وړاندې کړې چې په روسیه کې د طالبانو پر فعالیت بندیز ختم شي. طالبان له ۲۰۰۳ کال راهیسې په روسیه کې د ترهګرو ډلو په لیست کې شامل دي.

سهیل شاهین دا غوښتنه مثبت ګام بللی، ځکه دده په باور، « هم کابل او هم مسکو ته دا ګټور دی».

هغه زیاته کړه، « په روسیه کې د طالبانو پر فعالیت بندیز د دې همکارۍ خنډ و، نو دا اړینه وه چې لرې شي».

د شاهین په وینا، د طالبانو حکومت غواړي روسیه د افغانستان د بیا رغونې برخه شي. هغه زیاته کړه، « افغانستان ډېر فرصتونه لري؛ معدني سرچینې، زراعتي ځمکې او نورې برخې».

شاهین وویل، « روسیه د سیمې یو ډېر لوی او مهم هېواد دی. زموږ پالیسي دا ده چې له ټولو هېوادونو، په ځانګړي ډول د سیمې له هېوادونو سره اړیکې جوړې کړو». هغه زیاته کړه، حتا امریکا هم کولای شي د افغانستان په بیا رغونه کې ونډه واخلي، سره له دې چې د «اشغال پر مهال یې ویجاړوونکی رول» لوبولی و.

شاهین وویل، « موږ نه غواړو چې افغانستان د نورو هېوادونو د سیالۍ ډګر وګرځي، موږ د روسیې پانګونې ته پرانېستي یو او له امریکا سره به زموږ اړیکې دې همکارۍ ته زیان نه‌رسوي».

د طالبانو دغه ډپلوماټ له برېکس اتحادیې سره د همکارۍ په تړاو د یوې پوښتې په ځواب کې وویل، چې « هو، موږ همکاري غواړو؛ موږ غواړو چې زموږ پلاوی د هرې نړیوالې غونډې برخه وي او خپله قضیه خپله وړاندې کړي، په خپلو الفاظو».

د روسیې لویې څارنوالۍ د وري پر ۱۱مه ددغه هېواد له سترې محکمې غوښتنه وکړه، چې پرطالبانو د بندیز لغو کولو موضوع وڅېړي. دا غوښتنه سترې محکمې ته وړاندې شوې او د انټرفاکس د رپوټ له مخې، محکمې دا عریضه د څېړنې لپاره منلې ده.

د روسیې ستره محکمه به لس ورځې وروسته د لویې څارنوالۍ دا غوښتنه تر بحث لاندې ونیسي.

تېر کال د روسیې د دولت دوما یو قانون تصویب کړ چې د بندیزونو د لنډمهالي لرې کولو امکان برابروي.

د دغه سند له مخې، د هغو سازمانونو پر فعالیت بندیز، چې د ترهګرو ډلو په توګه ثبت شوي، د محکمې له پرېکړې سره سم موقتي ځنډېدلای شي.

د۲۰۲۴ کال په مې کې د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو ولسمشر ولادیمیر پوتین ته یو رپوټ وړاندې کړ، چې له تور نوملړه د طالبانو د نوم لرې کولو اړتیا پکې توجیه شوې وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخاروا وویل چې دا پرېکړه د عملي اړتیاوو له مخې شوې ده.

که څه هم روسیه لا هم طالبان په رسمیت نه پېژني، خو مسکو ورسره اړیکې ساتي، تجارت پراخوي او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پانګونه کوي.

پوتین طالبان خپل « متحدین» بللي او د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هغوی «معقول خلک» یاد کړي دي.

نور خبرونه

رادیو