د طالبانو د کانونو وزارت وايي، په ۱۴۰۳ کال کې یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۳۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت د ۳۵ کانونو د استخراج تړونونه لاسلیک کړي دي.
د وزارت د مالوماتو له مخې، په دې کانونو کې ۱۰ لوی او ۲۵ کوچني قراردادونه شامل دي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي، د لویو کانونو د استخراج په قراردادونو کې د مالګې، سمنټو، مرمر ډبرو او ورته نور کانونه شامل دي.
هغه زياته کړه، چې په دې موده کې د يو ميليارد ډالرو په ارزښت د فارياب د طوطي ميدان سيمې د ګازو د استخراج تړون له يوه ازبک شرکت سره لاسليک شوی دی.
د همایون افغان په خبره، د کورنیو شرکتونو تر څنګ یو شمېر بهرنیو شرکتونو هم د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت وايي، سږ کال غواړي شاوخوا ۴۰ کانونه د داوطلبي له لارې قراردادي شرکتونو ته ورکړي
د طالبانو منتقدین د دې ډلې اداره غیرقانوني بولي او وايي چې دا ډله په «غیر قانوني او نامسلکي ډول» د افغانستان کاني زیرمې استخراجوي او د خپلې واکمنۍ د ټینګولو لپاره یې عایدات کاروي.
فرانس خبري اژانس مخکې راپور ورکړی و، چې طالبانو په تیرو دریو کلونو کې د میلیاردونو ډالرو په ارزښت شاوخوا ۲۰۰ قراردادونه له محلي شرکتونو سره لاسلیک کړي.