د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو عمومي ریاست وايي، د روژې له ۲۹مې ورځې د اختر تر دریمې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۸۰ ټرافیکي پېښي شوې، چې له امله یې ۳۰ کسان مړه شوي او ۱۵۵ ټپیان شوي دي.
د ټرافیکو عمومي ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په مړه شویو کسانو کې ۱۹ نارینه، ۲ ښځې او ۹ ماشومان شامل دي او ۱۱۷ نارینه، ۸ ښځې او ۳۰ ماشومان ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د تېرکال په پرتله دې اختر کې د ټرافیکي پېښو کچه ټېټه وه.
تېرکال د اختر په شپو او ورځو کې ۹۸ ترافیکي پیښې شوې وې، چې له امله یې ۵۰ تنه مړه او ۱۸۵ ټپیان شوي وو.
د ټرافیکو عمومي ریاست وايي، د کلکو امنیتي تدابیرو او خلکو ته د عامه پوهاوي ورکړه د دې لامل شوې، چې سږکال د اختر په شپو ورځو کې ټرافیکي پېښي کمې وي.
پر همدغه مهال د هېواد له یو شمېر ولایتونو په ځانګړې توګه له جنوبي ولایتونو پر ټولنیزو رسنیو ځینې ویډیوګانې خپرې شوې، چې پکې ډیری ځوانان د موټر او موټرسایکل چلولو پرمهال له بې احتیاطۍ کار اخلي او عامه خلکو ته ازار او اذیت ورکوي.
طالبانو دوه ورځې مخکې په کندهار کې د موټرسایکل چلوونکو ځوانانو ۲۲ کسیزه ډله د عامو خلکو د ازار او اذیت په تور ونیوله.
طالبانو ویلي، دغو ځوانانو په ښار او ولسوالیو کې ښاري نظم ګډوډ کړی او په تېز سرعت د موټرسایکل چلولو ترڅنګ یې خلکو ته سپک الفاظ هم کارول.