د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا مشرانو د ازبکستان په سمرقند ښار کې تر خپلې لومړنۍ سرمشریزې وروسته، په افغانستان کې د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو پر بنسټ د یوه ټولګډوني حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
دوی همداراز په خپل بیان کې د ښځو او نجونو لپاره د زدهکړو او په عامه ژوند کې د ګډون په موخه د یو شان حقونو د لاسرسي غوښتنه کړې ده.
ازبکستان د جمعې په ورځ (د وري ۱۵) د منځنۍ اسیا-اروپايي ټولنې د لومړنۍ سرمشریزې کوربه و. د یادو هېوادونو مشرانو د سرمشریزې له پای ته رسېدو وروسته په ګډ بیان کې د سرمشریزې پایلې اعلان کړې دي.
دغو هېوادونو په خپل بیان کې د افغانستان د پرمختګ لپاره پر خپلو ژمنو ټینګار کړی او په هېواد کې د بشري وضعیت په تړاو یې اندېښنه ښودلې ده. د ګډونوالو هېوادونو مشرانو د افغان ولس د ملاتړ د دوام پر ارزښت هم ټینګار کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي دي: «موږ د یوه امن، باثباته او نېکمرغه افغانستان د لیدو لپاره پر خپلې ژمنې ټینګار کوو چې یو پراخ حکومت ولري او پهکې د ښځو او نجونو قومي-مذهبي لږکیو په ګډون د ټولو خلکو بشري حقونه او بنسټیزې ازادۍ خوندي وي.»
همداراز، د اروپايي ټولنې او منځنۍ اسیا مشرانو له نړۍوالو معیارونو سره سم د ښځو او نجونو لپاره زدهکړو ته د بشپړ او برابر لاسرسي او په عامه ژوند کې د دوی د فعالې ونډې غوښتنه کړې ده. د غونډې ګډونوالو د منځنۍ اسیا هېوادونو او اروپايي ټولنې د ځانګړو استازو او پلاوي ترمنځ د منظمو مشورو پر دوام ټینګار کړی دی.
دا ګډ بیان داسې مهال خپرېږي چې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف په دې غونډه کې د خپلې وینا پرمهال، له افغانستان څخه د راپورته شویو ګواښونو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې پر بېغورۍ اندېښنه ښودلې او په وینا یې، ازبکستان د افغانستان د سولهییز پرمختګ په هکله سیاسي سلا-مشورو ته چمتو دی.