په روزګان کې روغتیايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې د دغه ولایت د ترینکوټ ښار په ولایتي روغتون کې یو دوهسری ماشوم زېږېدلی دی.
سرچینو د جمعې په ورځ (د وري ۱۵مه) زیاته کړې چې دا دوهسری ماشوم (Conjoined twins) د ترینکوټ په ولایتي روغتون کې تر یو لړ پېچلو جراحي عملیاتو وروسته زېږېدلی دی.
د روزګان ولایتي روغتون د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، یاد ماشوم د زېږون عملیاتو پرمهال د مور په نس کې ساه ورکړې ده.
سرچینې وايي چې د زېږون عملیات په روغتون کې مجربو ښځینه ډاکټراټو او امکاناتو د نشتوالي له امله ناکام پای ته رسېدلي او په ترڅ کې یې ماشوم مړ شوی دی.
د سرچینو په وینا، دا پېچلي عملیات د یوې ښځینه ډاکټرې په مرسته ترسره شوي دي.
همداراز، سرچینې وايي چې د ماشوم مور ژوندۍ ده، خو په په وینا یې، د هغې د روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
ورته مهال، د روزګان په ترینکوټ کې د طالبانو روغتیايي چارواکو هم دا پېښه منلې ده.
په طبي اصطلاح کې دوهسري Conjoined twins وايي او دا حالت هغه وخت رامنځته کېږي کله چې دوه جنینونه د مور په نس کې له یو بله نه جلا کېږي او د بدن ځینې برخې یې سره تړلي پاتې شوې وي.
د یادونې ده چې له دې مخکې هم دا ډول نادرې پېښې د هرات او ننګرهار په ګډون د هېواد په ځینو سیمو کې رامنځته شوې دي.