د ملګرو ملتونو کارپوهان: پاکستان باید د افغان کډوالو جبري ستنولو پروسه ودروي

۴ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې د اسلام‌اباد، راولپنډۍ او له نورو ښارونو څخه د افغانانو د اېستلو او افغانستان ته یې د جبري ستنولو پلانونه ودروي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جمعې په ورځ د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې د یوه ګاونډي هېواد په توګه خپل مهم رول ته دوام ورکړي.

کارپوهانو وویل: "په پاکستان کې میلیونونه افغانان د خپل اصلي خوندیتوب اندیښنو په پام کې نیولو پرته افغانستان ته د بیرته ستنیدو له ګواښ سره مخ دي.

په دغه ګواښ کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، د ښځو او نجونو د حقونو سیستماتیک تخریب، د بشري حقونو د نړۍوال قانون او د کډوالو د قانون څخه سرغړونه او د یونسیار سره د بېرته ستنولو مشورې نه کول شامل دي."

په دغه ګواښ کې د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی، د ښځو او نجونو د حقونو هدفمند محدودول، د نړۍوالو بشري او کډوالۍ قوانینو څخه سرغړونه او له یونسیار سره د بېرته ستنولو په تړاو د مشورو نشتوالی شامل دي.

دوی وویل: "موږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو چې په سمدستي توګه په پراخه کچه داخلي ځای پرځای کول، ډارول، نیول، شړل او په ډېورنډ کرښه د افغانانو بېرته اړولو مخه ونیسي او د نه ردولو مطلق او نه توجیه کیدونکي اصول وساتي."

د ملګرو ملتونو دغه کارپوهانو د جنسیت او متقابلو اغیزو په اړه ځانګړې اندیښنه څرګنده کړې.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په وار وار د پاکستان د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر د میاشتې څخه د ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو د پلان پر ضد غږېدلي، چې تر اوسه یې په سلګونو زره افغانانو باندې د بېرته ستنېدو فشار راوړی.

د مارچ د ۳۱ نېټې څخه مخکې، ملګرو ملتونو د افغانانو په نیول کیدو کې د اندیښنې وړ زیاتوالی مستند کړی. ډېری مایوسه افغانانو له کارپوهانو سره اړیکه نیولی، دوی ویره لري چې افغانستان ته د جبري ستنېدو په صورت کې به د طالبانو له خوا له ګواښ سره مخ شي.

کارپوهانو وویل، «تر ټولو زیات زیانمنونکي افغان ښځې، نجونې، نرښځیان، قومي او مذهبي اقلیتونه، پخواني حکومتي چارواکي او امنیتي کارکوونکي، د بشري حقونو مدافعین او د رسنیو کارکوونکي دي،»

د دوی په وینا: "بې سرپرسته ماشومان په ځانګړې توګه د قاچاق، کم عمره ودونو او ناوړه ګټه اخیستنې له زیات ګواښ سره مخ دي. په داسې حال کې چې معیوبین او د پاخه عمر کسان هم زیانمنونکي دي. دوی ټول باید په انفرادي ډول وارزول شي."

کارپوهانو همدا راز له نورو هېوادونو څخه هم افغانستان ته د افغانانو د راستنېدو په اړه اندېښنه وښوده، چې احتمالاً له نړۍوالو بشري حقونو او د کډوالو له قانون سره په ټکر کې دي.

دغو کارپوهانو یادونه وکړه چې ډېری هغه افغانان چې پاکستان ته تللي او په درېیم هېواد کې د مېشتېدو معقولې هیلې یې لرلې، د دوی د خوندي راتلونکي خوبونه د بیا مېشتېدو د پروګرامونو په ناڅاپه بندېدو سره له منځه تللي.

کارپوهانو وویل: «د بسپنه ورکوونکو له خوا د تمویل ناڅاپه او سخت کمولو لا دمخه افغانانو ته د اړتیا وړ بشردوستانه مرستو باندې کلکه اغیزه کړې.»

د دوی په وینا "په افغانستان کې د بشري حقونو خرابېدونکي وضعیت ته په کتو، له هېواده بهر د افغانانو لپاره دوامدارې حل لارې ته اړتیا ده، چې د پراخې نړیوالې ټولنې قوي ملاتړ ولري."

یاده دې وي چې د پاکستان مرکزي حکومت د تېرې مارچ میاشتې په ۶ نېټه اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په لومړۍ نېټه به په دغه هېواد کې ټول غیرې قانوني او ای سي سي کارت لرونکي افغانانو د ویستلو لړۍ پېل کړي خو د کوچني اختر له امله په نارسمي توګه دا نېټه د اپرېل لسمې ته وځنډول شوه.

اوس مهال د پاکستان په ټولو ښارونو کې د افغانانو د نیول په موخه پولیسو اقدامات چټک کړي، کور په کور د پولیس چاپې روانې دي او هغه افغانان نیول کیږي او جبري ستنول کیږي چې یا قانوني اسناد نه لري او یا هم د ای سي سي کارت لرونکي دي.

نور خبرونه

رادیو