د امریکا جګپوړی جنرال د امنیتي اړیکو د پیاوړتیا په موخه سعودي عربستان ته تللی

AP ۱۴۰۴ وری ۱۵

د سعودي عربستان د دفاع وزارت ویلي چې د منځني ختیځ لپاره د امریکا د پوځ لوی درستیز د جمعې په شپه دغه هېواد ته سفر کړی چې له جګپوړو پوځي چارواکو او جنرالانو سره وګوري.

د متحده ايالاتو د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) مشر جنرال ایریک کوریلا د لوى درستيز جنرال فياض الرويلي او نورو چارواکو سره د دوه اړخيزو امنيتي اړيکو د پياوړتيا پر لارو چارو خبرې وکړي.

کوریلا، چې په یمن کې د حوثي وسله والو پر ضد د امریکا د هوایي بریدونو د کمپاین مشري کوي، ټاکل شوې د دې میاشتې په وروستیو کې خپله درې کلنه دوره بشپړه کړي. دا لا څرګنده نه ده چې څوک به د هغه ځای ونیسي.

د امریکا لوی درستیز د دې کال په پیل کې د پنټاګون په غونډه کې د سعودي عربستان امنیت ته د واشنګټن ژمنې یو ځل بیا تایید کړې.

د ګډو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال اډمي کریس ګریډي په واشنګټن کې د دفاع وزیر پیټ هیګسیت او شهزاده خالد بن سلمان تر منځ له لیدنې وروسته الرویلی سره وکتل.

دواړو ژمنه کړې وه، چې خپلې اړیکې ژورې او پراخې کړي. په داسې حال کې چې هیګسیت د ټرمپ ژمنه تایید کړه چې د ایران د اټومي وسلو د پراختیا مخه به ونیسي او د حوثیانو د وړتیاوو په له منځه وړلو کې له شریکانو سره کار وکړي چې سیمه ییز امنیت او سوداګري له ګواښ څخه وژغوري.

نور خبرونه

رادیو