طالبان وايي سبا د اختر له رخصتیو راګرځېدونکو کارکوونکو حاضري څارل کېږي

۴ ورځې مخکې

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي چې د کوچني اختر له رخصتيو وروسته د دولتي ادارو حاضرۍ کنټرولېږي.

دغه وزارت وايي چې دا کار د نظم، انضباط او د کارکوونکو د حضور په موخه د خپلو مفتيشينو له لارې کوي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن سې شنبه «د وري ۱۲مه» یوه خبرتیا خپره کړې ده.

په دې خبرتیا کې ویل شوي چې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار تفتيش او لارښوونې رياست په پام کې لري، چې د کوچني اختر له رخصتيو وروسته په ادارو کې د نظم، انضباط او د کارکوونکو د شته والي د تثبیت په خاطر حاضرۍ کنترول شي.

دوی ټینکار کړی چې د طالبانو تر واک لاندې ادارې مکلفې دي چې له مفتشانو سره پوره همکاري وکړي او همدارنګه د خپلو حاضريو صورت له هغوی سره شريک کړي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له خوا په داسې حال کې دا خبرتیا خپریږي، چې په افغانستان کې د ډیرو دولتي ادارو کارکوونکي د رخصتیو په پای کې په ورځو ورځو ادارو ته نه حاضریږي.

د طالبانو سترې محکمې د یکشنبې ورځ، د وري ۹مه، په افغانستان کې د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اختر درې ورځې عمومي رخصتي اعلان کړې وه، چې سبا پای ته رسېږي.

نور خبرونه

رادیو