تقاعد شوي کارکوونکي: طالبان مو له تېرو څلورو کلونو راهسې تېر باسي او خپل حق نه راکوي

AP ۱۴۰۴ وری ۱۶

د افغانستان د پخوانیو حکومتونو د یو شمیر متقاعدانو یوه ډله د شنبې په ورځ یو ځل بیا د طالبانو د تقاعد او خزانې ریاست د ودانۍ مخې ته د خپلو معاشونو اخیستو لپاره راغونډه شوې وه.

دوی وايي طالبان یې له تېرو څلورو کلونو راهسې معاشونه نه ور کوي او تېر باسي یې.

د دې رغونډې یو تنکډونوال افغانستان انټرنشنل ته په لېږل شوې ویډیو کې وايي، شاوخوا ۲۵۰ تقاعد شوي کارکوونکي راټول شوي او دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې پر طالبانو فشار راوړي چې معاش یې ورکړي.

دوی نیوکه وکړه، چې طالبانو له څلورو کلونو راهیسې ورسره د دروغو ژمنې کوي.

دغه متقاعدان وايي چې د کوچني اختر په ورځو کې یې په کور کې ډوډۍ نه وه او د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د کور غالۍ پلورلې دي.

طالبانو د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې کابل ته له ننوتلو وروسته، د تقاعد شويو کارکوونکو معاشونه ورکول وځنډول.

دغه لاريون په داسې حال کې شوى، چې په افغانستان کې بې وزلي او وزګارتيا د ټولنې پر متقاعدو او بېوزلو طبقو اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.

اعتراض کارکوونکي وايي، چې د تقاعد له ورکړې پرته يې ورځنی ژوند له سختو ستونزو سره مخ دی.
درې میاشتې وړاندې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده امر وکړ، چې د تقاعد شویو کسانو دوسیې دې د معاشونو د ورکړې لپاره ځانګړې محکمه کې وڅېړل شي خو متقاعدین وايي چې تر اوسه کومې ځانګړې محکمې ته د دوی د دوسیې د څېړلو لپاره نه دي لېږل شوې او دوی تېرباسل کېږي.

تر اوسه طالبانو ددې غونډې په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

نور خبرونه

رادیو