د پخواني جمهوري حکومت د پوهنې وزیر میرویس بلخي په افغانستان کې د دیني مدرسو د ډیرېدو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
هغه خبرداری ورکړی، چې د طالبانو دیني مدرسې افغانستان له بشپړ سقوط سره مخ کولای شي.
نوموړي په یوه مقاله کې چې د وېلسن مرکز لهخوا خپره شوې راغلي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیا واکنېدو راهیسې په ټول افغانستان کې د دیني مدرسو د جوړولو او ډیرولو لپاره پراخې هڅې شوې دي.
د هغه په وینا، په ورته وخت کې د عصري زدهکړو پرتله دیني مدرسو ته ستراتیژیک لومړیتوب ورکړل شوی دی.
په مقاله کې راغلي، چې د دیني مدرسو پراختیا، د جهادي مرکزونو جوړول، عصري زدهکړې مذهبي او جهادي مرکزونو ته اړول، د ښوونځي یونیفورم په نا رسمي جامو بدلول او د ښوونیزې منځپانګې طالباني کول به بالاخره د افغانستان د بشپړ سقوط لامل شي.
هغه خبرداری ورکړی، چې دغه چاره به د افغانستان او نورو هېوادونو لپاره جدي امنیتي پایلې ولري.
د دیني زدهکړو سره د طالبانو د لېوالتیا په تړاو په مقاله کې راغلي، چې د طالبانو مشرتابه او پرېکړه کوونکي په افغانستان کې په بنسټیز ډول د عصري زدهکړو د پراختیا مخالف دي.
د ښاغلي بلخي په وینا، طالبان د خپل رژیم د پایښت او جنګي ماشین لپاره دغه پالیسۍ ته دوام ورکوي.
نوموړي زیاته کړې، چې طالبان له دغې تګلارې سره غواړي داخلي نارضایتۍ او د داعش خراسان، القاعده او نورو ډلو سره د خپلو جنګیالیو د یوځای کېدو مخه ونیسي.
هغه وایي، چې د دیني مدرسو، جهادي مرکزونو جوړول، په مذهبي ښوونځیو د عصري ښوونځیو بدلول او د نصاب بدلول هغه پالیسۍ وې، چې طالبانو واک ته له رسېدو دمخه په خپله اجنډا کې ځای پر ځای کړې وې.
هغه وایي، په ۲۰۱۹ او ۲۰۲۰ کلونو کې هم طالبانو په عملي توګه د افغانستان په مرکزي پروان او لوګر ولایتونو کې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د ښوونځیو ماشومان او ښوونکي وهڅول چې په دیني ښوونځیو کې شامل شي.
هغه وايي، څو ښوونځي یې هم وتړل او زدهکوونکو او ښوونکو ته یې وویل چې دیني ښوونځیو ته لاړ شي او زدهکړې وکړي.
هغه وایي: « په ۲۰۱۹ کال کې چې زه د افغانستان د پوهنې وزیر وم، د پکتیکا ولایت څخه طالبانو ماته یو پیغام واستاوه او له ما یې غوښتي و، چې له ښوونځیو څخه مدني، کلتوري او غیر اسلامي مواد وباسم او پر ځای یې اسلامي موضوعات ځای پر ځای کړم؛ خو ما دغه غوښتنه هغه مهال رد کړه.»
د هغه په وینا، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، طالبانو دغه مضامین د افغانستان د ښوونیز سیسټم څخه و اېستل او د نصاب بدلول اوس د طالبانو لپاره لومړیتوب دی.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې دیني مدرسې شاوخوا لس چنده زیاتې شوې دي.
میرویس بلخي وړاندې کاږي، چې اوسمهال هر کال شاوخوا ۱۵۰ زره طالبان له افغان او پاکستاني مدرسو فارغېږي.
هغه وایي، دغه کسان له فراغت وروسته د افغانستان په ټولنه او بازارونو یا په کوم بل هېواد کې د کار کولو توان نه لري.
د ښاغلي بلخي په وینا، د جهادي ښوونځیو او جهادي سواد زیاتول او دغو مدرسو ته د ځوانانو جذبول د ځوانانو په منځ کې یو افراطي ذهنیت او فکر خپروي.