د ماهرنګ بلوڅ او د هغې د ملګرو خلاصون لپاره د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې لاریونونه وشول

AP ۱۴۰۴ وری ۱۲

د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې د بلوڅو یووالي غورځنګ په غوښتنه د اختر په لومړۍ ورځ اعتراضي غونډې وشوې.

په دغه غونډو او لاریونونو کې په زرګونه کسانو ګډون کړی وو، چې په کې ګڼې ښځې هم شاملې وې.

لاریونوالو د بلوڅو یووالي غورځنګ مشرې او د بشري حقونو فعالې ډاکټر ماهرنګ بلوڅ، سمي دین بلوڅ، بیرګ بلوڅ، شاهجي صبغت الله بلوڅ او نورو نیول شویو او لادرکه شویو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.
دغه لاریونونه کې نه یوازې د بلوچستان د لویو ښارونو؛ بلکې په کلیو او لرو پرتو سرحدي سیمو کې هم ګڼ شمېر خلکو پکې برخه اخیستې وه. دغه لاریونونه په پنجګور، کلات، مستونګ او نوشکي کې ترسره شول.
دغه لاریونونه په لویدیځ بلوچستان کې لاهم دوام لري.

له بل پلوه د اختر منګل په مشرۍ په مستونګ کې د خلکو پرلت لاهم دوام لري.
پرلت‌وال د بلوڅو یووالي غوزځنګ د ښځینه غړو د خوشې کولو لپاره حکومت ته د دوه ورځو ضرب الاجل ټاکلی دی.
اختر منګل خبرداری ورکوي؛ که ماهرنګ بلوڅ او سمي دین بلوڅ تر دوو ورځو خوشې نه شي؛ نو دوی به د کویټې په لور لاریون ته دوام ورکړي.
د اختر منګل په مشرۍ دغه پرلت له پنځو ورځو راهیسې دوام لري.
اختر منګل ویلي: «د اساسي قانون څخه بهر د ښځو نیول د منلو وړ نه دي. که چېرې دغه دوه ښځینه فعالانې په دوو ورځو کې خوشې نه شي؛ نو موږ به د کویټې په لور لاریون وکړو.»
هغه زیاته کړې، تر هغه چې دوی خوشې نشي؛ د دوی پرلت به دوام ولري.

نور خبرونه

رادیو