طالبان وایي، تېره میاشت د ریل پټلۍ له لارې له ۳۰۰ زره ټُنو ډير انتقالات شوي

۱۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ټولګټو وزارت وايي، د ریل پټلۍ له لارې یې د سوداګرۍ لپاره اسانتیاوې رامنځته کړې او په وري میاشت کې د حیرتان، خواف ـ هرات، تورغونډۍ او اقینې بندر له لارې د ۳۰۶۷۶۵ ټنه توکو انتقالات شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو انتقالاتو کې ۲۳۷۱۶۶ ټنه د حیرتان، ۱۹۵۵۹ ټنه د اقینې بندر ، ۳۹۷۸۶ ټنه د تورغونډۍ او ۱۰۲۵۶ ټنه د خواف ـ هرات له لارې ترسره شوي دي.

دغه وزارت ویلي، چې په انتقالاتو کې نفتي او غیر نفتي مواد، وچه میوه او د انارو او کینو جوس شامل وو.

د ټولګټو چارو وزارت ویلي، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچې په لوړیدو سره د کاري فرصتونو کچه او د افغانستان عواید ډیريږي.

دغه وزارت ویلي، هڅه کوي، چې د ریل پټلۍ له لارې د ډیرو انتقالاتو او سوداګرۍ لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د قزاقستان حکومت ویلي غواړي د افغانستان له لارې نړیوال ترانزیت ته لاره پرانیزي.

د دغه هېواد د ملي اقتصاد وزیر سیرک ژومنګارین کابل ته د خپل وروستي سفر پرمهال له طالبانو سره د همکارۍ یو تړون هم لاسلیک کړ.

د دغه تړون له مخې، تمه کیږي چې دواړې خواوې به د ترانسپورت او لوژستیک په برخه کې د همکارۍ تړون لاسلیک کړي.

نور خبرونه

رادیو