د هند د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي او د افغانستان، ایران او پاکستان د څانګې عمومي ریس انند پرکاش، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر سره قطر ته د هغه له تګ وړاندې په کابل کې لیدلي او د دوه اړخیزو سیاسي، سوداګریزو، ټرانزیټي اړیکو او سیمې وروستیو تحولاتو په اړه یې خبرې اترې کړې دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د ناستې پر مهال، متقي د افغانستان او هند ترمنځ د ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو د لا پراختیا غوښتنه وکړه او و یې ویل چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره مناسب فرصتونه موجود دي.
هغه هندي پانګوالو ته بلنه ورکړې ده، چې د افغانستان له نویو اقتصادي فرصتونو ګټه واخلي.
متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو د تګ راتګ د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی او غوښتنه یې کړې چې هند دې د افغان سوداګرو، ناروغانو او محصلانو لپاره د ویزو د ورکړې بهیر بېرته عادي حالت ته راولي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، انند پرکاش ژمنه کړې چې هند به له افغانستان سره خپلې مرستې روانې وساتي.
نوموړي د ځینو زیربنایي پروژو د بیا پیل خبره کړې، چې له تېرو کلونو راهیسې ځنډېدلې وې او وايي،«نوی ډیلی غواړي په نورو پروژو کې هم پانګونه وکړي».
د انند پرکاش دغه سفر د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر وروستي برید له ترینګلو اړیکو سره هممهاله دی.
هند په دغه برید کې پاکستان میشتې وسله والې ډلې ښکیلې ګڼي او له اسلام اباد سره یې د اوبو تړون لغو کړی او د اتارې او واګې لارې، د سوداګرۍ پرمخ تړل شوې دي.
پاکستان وايي، چې دوی د هند د هر ډول احتمالي برید پر وړاندې چمتووالی لري.