په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ځانګړي مرستیال طارق فاطمي ویلي، چې په افغانستان کې د ترهګرو له شته خوندي پټنځایونو پاکستان ناامنه کېږي.
هغه د امریکا په ګډون له نړۍوالو غوښتي چې پاکستان دې له پامه نه غورځوي.
د پاکستاني رسنۍ جیونیوز د خبر له مخې، طارق فاطمي د نړۍوالې سولې لپاره د یوه پېژندل شوي امریکایي فکري مرکز «کارنیګي نړۍوال سوله ییز بنسټ» ته په خپله وینا کې افغانستان کې د پاکستان نفوذ ته په اشارې سره ویلي، امریکا دې پاکستان ته د بهرني او سیمه ییز لیدلوري پر ځای په خپلواکه توګه وګوري.
هغه زیاته کړې، چې پاکستان په سیمه کې خپل ځانګړی ځای لري، باید نړۍوال د دغه هېواد سره د سیمه ییزې عقیدې له مخې چلند ونه کړي.
دا لومړی ځل نه دې چې پاکستاني چارواکي په افغانستان کې د ترهګرو د خوندي پټنځایونو په اړه ادعاوې کوي، بلکې څو ورځې وړاندې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له نړۍوالې ټولنې مو غوښتي، چې په افغانستان کې د ترهګرو شته خوندي پټنځایونه له منځه یوسي.
بلخوا بیا د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په افغانستان کې د ترهګرو موجودیت ته په اشارې سره ویلي: «ترهګر چې هر هېواد کې وي او د پاکستان امنیت ګواښي، ورپسې ورځو.» خواجه اصف له جیونیوز سره په مرکه کې وویل، چې طالبان د ټي ټي پي وسله والې ډلې ملاتړ کوي.
د یادولو وړ ده، چې طالبانو تل د پاکستان دا اعاوې رد کړې او ویلي یې دي، چې دوی هېڅ کوم بهرني ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د ګاونډیانو پر ضد وکاروي.
طالبان ټي ټي پي او بلوڅ بېلتونپاله غورځنک ته په اشارې سره وایي، چې دا د پاکستان داخلي موضوع ده او باید د خبرو اترو له لارې حل شي.