د نړیوال وجهي صندوق د اړیکو د څانګې مشره، میرمن جولي کوزاک وايي، دا صندوق د اجرایه بورډ له تاییدو وروسته پاکستان ته ۲.۳ میلیارد ډالر ور کوي.
دا پور د اقتصادي ستونزو د حل او له اقلیمي بدلون سره د مقابلې برخه کې پاکستان ته ور کول کېږي.
میرمن جولي کوزیک په واشنګټن کې د پیسو نړیوال صندوق په دفتر کې د یوه خبرې کنفرانس پرمهال ویلي، چې د دغه ادارې اجراییه بورډ د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۲۵مه پاکستان ته د ۷ میلیارده ډالرو د پور تړون د ۳۷ میاشتو په اوږدو کې تایید کړی و.
نوموړي وویل، چې د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۵مه نېټه د دې پور د لومړي پړاو ارزونې لپاره وشو او همدارنګه د پیسو د نړیوال وجهي صندوق د اقلمي بدلون او اقتصادي بحرانونو پر وړاندې د مقاومت د زیاتیدو پرورګام یا (RSF) او د اوږد مهاله اقتصادي ستونزې د حل پروګرام یا (EFF) سره هم په همدې ورځ هوکړه وشوه.
د دغه تړون له مخې د ای ایم ایف اجرایه بورډ له رسمي تایید وروسته به پاکستان د پیسو نړیوال وجهي صندوق د اوږدمهاله اقتصادي ستونزې د حل پروګرام یا (EFF) له لاري یو میلیارد ډالر ترلاسه کړي او همدارنګه د نړیوال بانک اجرایه بورډ له خوا د پاکستان لپاره د اقلیمي بدلون او اقتصادي بحرانونو په وړاندې د مقاوت زیاتوالي پروګرام (RSF) له لارې به دغه هېواد ته ۱،۳ میلیارده ډالر ورکول شي.