د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، طالبانو د فای ډي هال په نوم امریکايي زندانۍ خوشې کړه. خلیلزاد ویلي، د طالبانو له زندانه ازاده شوې امریکايۍ به ډیر ژر له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.
زلمي خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه د یوه عکس په خپرولو سره لیکلي، چې دغه امریکايي مېرمن په کابل کې قطریانو ته سپارل شوې او ډیر ژر به له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.
د امریکايي وموړی پنه اړه نور معلومات نه دې ورکول شوي، چې کله اوی په کوم تور د طالبانو په زندان کې ساتل کېده.
زلمي خلیلزاد د طالبانو له زندان فای هال د راخوشې کېدو په تړاو د قطر له دوامداره ملګرتیا مننه کړې خو د طالبانو یادونه یې نه ده کړي.
تر دې مهاله طالبانو په رسمې ډول د یادې امریکايي میرمنې د راخوشې کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.
له جورج ګلیزمن وروسته، فای ډي هال دویم امریکایي دی چې په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ له بیا ټاکل کېدو وروسته د طالبانو له زندانه خوشی کېږي.
طالبانو د ۱۴۰۳ کال د کب په ۳۰مه کابل ته د یوه امریکايي پلاوي له سفر وروسته جورج ګلازمن له بنده خوشی کړ.
د ډونلډ ټرمپ ادارې د جورج ګلزمین د خوشي کېدو په بدل کې کوم طالب بندیان نه دي خوشي کړي؛ خو د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د لومړي ځل و چې یو امریکايي ډیپلوماتیک پلاوی کابل ته راغلی و.
خلیلزاد هغه مهال ویلي و، چې طالبانو جورج ګلزمن ټرمپ ته د خپل «ښه نیت» ښودلو لپاره خوشې کړی دی.