کندهار کې د اختر په مناسبت کلک امنیتي تدابیر نیول شوي

۲ ورځې مخکې

طالبانو په کندهار ښار کې د پلټني لپاره ګڼ ځواکونه ځای پر ځای کړي او د ښار په ګڼه ګوڼو ځایونو کې یې د نقلیه وسایلو پر ګرځیدو بندیز لګولی.

تر ټولو کلک امنیتي تدابیر دښار د ۹ امنیتي حوزې اړوند د «لویه عیدګاه» جومات سره نیول شوي، چې پخوا پکې د دې ډلې مشر د اختر لمونځ کړی.

سرچیني وايي، چې د کندهار ښار په ګڼه ګوڼه ځایونو کې طالبان له ځانګړي یونیفورم پرته د عامو کسانو په څیر په مخفي ډول څارنه کوي.

طالبانو د شبنې په ورځ ناوخته د هغو ۹ جوماتونو نومونه او ادرسونه اعلان کړل چې سبا به د اختر لمونځ پکې وشي.

ځايي سرچیني وايي، چې طالبانو له اعلان وړاندې هم د ښار د بېلابېلو برخو تر څنګ د هغو جوماتونو په شاوخوا کې کلک امنیتي تدابیر نیولي و، چې ښايي د اختر لمونځ په کې ترسره شي.

ځايي سرچیني وايي، د لوی عیدګاه پر شاوخوا ډیر طالبان ځای پر ځای شوي دي او د جومات شاوخوا کې نقلیه وسایلو پر ګرځیدو باندي بندیز لګول شوی.

دغه سرچیني وايي، چې د لوی عیدګاه جومات ته نږدې ځینې سړکونه د عامو خلکو د تګ راتګ پرمخ هم بند شوي دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په نورو اخترونو کې د اختر لمونځ لپاره د کندهار ښار لوي عیدګاه جومات ته تلی او خلکو ته یې وینا هم کولې.

نور خبرونه

رادیو