د امریکا د وېلسن څېړنیز مرکز یو لوړپوړی غړی مایکل کوګلمن باور لري، چې کابل ته د امریکايي پلاوي د سفر او د حقاني شبکې د مشرانو د نیولو لپاره د ټاکل شوو جایزو د لغوه کېدو سربېره د امریکا او طالبانو ترمنځ په اړیکو کې اساسي بدلون نه دی راغلی.
نوموړی باور لري، چې د داعش خراسان ډلې د شتهوالي او په افغانستان کې د امریکايي بندیانو د موجودیت له امله د ټرمپ اداره غواړي له طالبانو سره محدود تعامل ولري.
کوګلمن زیاتوي، چې واشنګټن د افغانستان په قضیه کې د چین او ایران د نفوذ د زیاتېدو له امله اندېښمن دی او هڅه کوي د خپلو سیالانو د ځواک پراخېدو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.
د امریکايي پلاوي تر سفر وروسته، راپورونه خپاره شول چې متحده ایالات ښايي په کابل کې خپله سفارت بېرته پرانیزي.
په دې لړ کې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد له امریکا وغوښتل، چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت دوی ته وسپاري او زیاته یې کړه چې متحده ایالات کولای شي خپل سفارت په کابل کې فعال کړي.
مایکل کوګلمن د چهارشنبې په ورځ د «فارن پالیسۍ» مجلې لپاره لیکلي، چې د ټرمپ سیاست له طالبانو سره له «معاملې ډک» دی.
هغه وايي، چې د حقاني شبکې د مشرانو نومونه له تور نوملړه اېستل، کابل ته د امریکايي پلاوي سفر او د طالبانو له زندانه د امریکايي وګړي جورج ګلزمن خوشې کېدل دا څرګندوي چې د ۲۰۲۱ کال د طالبانو په اړه د د واشنګټن دریځ د پام وړ بدلون کړی دی.
کوګلمن وضاحت ورکړی، چې د بایډن ادارې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر ضد د سختو سیاستونو له امله دغې ډلې ته له هر ډول امتیاز ورکولو ډډه کوله؛ خو بیا برعکس ټرمپ عملي لیدلوری لري.
نوموړی زیاتوي، واشنګټن داسې انګېري چې کولای شي په کابل کې له «منځلارو طالب مشرانو» سره تعامل وکړي؛ ځکه د ملاهبت الله تر مشرۍ لاندې د کندهار ډله له لوېدیځ سره خبرو ته چندان لېواله نه ده او نه هم مذاکرات کوي.
کوګلمن دا هم ویلي، چې طالبان هڅه کوي د امریکايي یرغمل شویو د خوشې کولو مسله د امریکا پر ضد د امتیاز اخیستنې وسیله وګرځوي؛ ترڅو خپلې غوښتنې لکه د ګوانټنامو د بندیانو خوشې کېدل، د جایزو لغوه کېدل، مالي مرستې او د بندیزونو په برخه کې نرمښت ترلاسه کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د ټرمپ او طالبانو ترمنځ معاملې ته باید د جیوپولیټیک (جغرافیوي سیاست) له زاویې هم وکتل شي.
هغه وايي: «چین چې په لومړي سر کې د طالبانو په اړه محتاط و، اوس د پانګهوالو تړونونو او پراخې ډېپلوماټيکې اړیکې ورسره لري. ایران هم په وروستیو کې د طالبانو سره د همکارۍ ته لېوالتیا ډېره کړې ده.»
کوګلمن په پای کې وړاندیزونه کړي، چې ښايي د ټرمپ اداره د طالبانو پر وړاندې یوه اوږدمهاله سټراټېژي مخې ته یوسي چې د رسمیت پېژندلو مسله به پکې نه وي شامله؛ خو غواړي له یادې ډلې سره د محدودې کچې تعامل وساتي او په دې توګه هڅه کوي، چې د خپلو نړۍوالو سیالانو نفوذ هم پرې کم کړي.