د داعش او القاعدې له حضور سره، افغانستان د امریکا ملي امنیت د ګواښونو په نوملړ کې نه شته

AP ۱۴۰۴ وری ۶

د سراج الدین حقاني د نیولو انعام حذفولو او په واشنګټن کې طالبانو ته د افغانستان سفارت د سپارلو په برخه کې د دغې ډلې له هیله‌مندۍ سره هم‌مهاله؛ د امریکا د ملي استخباراتو سازمان په خپل کلني راپور کې د امریکا ملي امنیت ته د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د ګواښ یادونه ونه کړه.

د امریکا د استخباراتو ادارې د سې شنبې په ورځ د امریکا د ملي امنیت پر وړاندې د ګواښونو په اړه یو مفصله راپور خپور کړی.

تېرکال په ورته راپور کې د افغانستان نوم شپږ ځلې او د طالبانو ډلې نوم اوه ځلې راغلی و. خو سږني راپور کې دغې ادارې د افغانستان او طالبانو نوم نه دی اخیستی.
په تازه راپور کې سره له دې چې په ایران کې د القاعدې مشرانو او په سومالیا، سوریه، لویدیځه افریقا او ځینو نورو سیمو کې د دې ډلې د جنګیالیو حضور ته اشاره شوې؛ خو په افغانستان کې د دغو ډلو د مشرانو او اورپکو د حضور په اړه نه دي راغلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په وار، وار په خپلو راپورونو کې په افغانستان کې د القاعده ډلې او داعش وسله‌والو مشرانو د حضور پخلی کړی و.
د امریکا د استخباراتو ټولنې تېرکال هم په خپل راپور کې ویلي و، چې داعش خراسان څانګه په افغانستان کې د بهرنیو موخو د نښه کولو په لټه کې ده.

په مخکیني راپور کې هم د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو د محدودیتونو ډکو سیاستونو او په افغانستان کې بشري ناورین ته د رسېدنې په برخه کې د دغې ډلې بې وسۍ ته اشاره شوې وه.
که څه هم طالبان ادعا کوي، چې داعش ډله یې په افغانستان کې ځپلې ده؛ خو د دغې ډلې خراسان څانګه په دغه هېواد کې خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
د امریکا د استخباراتو ټولنې دغه راز د تحریک طالبان پاکستان پر وړتیاوو اندېښنه ښودلې او په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي د پټنځایونو په اړه د پاکستاني چارواکو د مکررو ادعاوو په اړه چوپه خوله دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په سلواغې میاشت کې په یوه راپور کې ویلي و، چې د القاعدې لوړپوړي چارواکي په کلیوالو سیمو له هغې ډلې د سرپل ولایت په بلغولي کلي کې او دارنګه په کونړ، غزني، لوګر او میدان وردګ ولایت کې مېشت دي.
راپور کې دارنګه راغلي، چې د القاعدې ټیټ پوړي چارواکي له خپلو کورنیو سره د کابل په فتح‌الله، شهر نو او وزیر اکبر خان سیمو کې د طالبانو د استخباراتو تر ساتنې لاندې ژوند کوي.
د امنیت شورا هم ویلي، چې د داعش خراسان ډله نور یوازې د افغانستان لپاره یو ګواښ نه دی؛ بلکې ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه منځنۍ اسیا، ایران او ان روسیه کې د نفوذ د پراخووالي په حال کې ده.
د حقاني د نیونې په سر د جایزې حذفول او په واشنګټن کې د طالبانو د سفارت پرانیستې ته هیله‌مندي
امریکا تازه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني او د حقاني شبکې د دوو غړو د نیونې په سر اېښودل شوې جایزه یا انعام لرې کړ.
دغه ګام وروسته له هغه واخیستل شو، چې یو امریکایي پلاوي د بندیانو په چارو کې د ډونالډ ټرمپ سلاکار ادم بویلر په مشرۍ او د افغانستان لپاره د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په حضور کې کابل ته سفر وکړ.
په دغه سفر کې طالبانو یو امریکایی بندي خوشې کړ.
ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کابل ته د امریکایي پلاوي د سفر په اړه په خپل لومړني غبرګون کې ویلي، چې طالب چارواکو د ټرمپ له استازي سره پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.
هغه د سې شنبې په ورځ له العربیه رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د امریکا حکومت غواړي چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت دغې ډلې ته وسپاري او په کابل کې هم د امریکا سفارت بېرته پرانیزي.
مجاهد وویل، چې دغه ډله د امریکایي پلاوي د ځواب په تمه ده.


د داعش خراسان څانګه د امریکا په ګډون پر لوېدیځ د برید په لټه کې ده
د امریکا د استخباراتو ټولنې په خپل کلني راپور کې د داعش او په ځانګړې توګه د داعش خراسان څانګې د ګواښ او د دې ډلې په ځانګړې توګه د داعش خراسان څانګې د متحده ایالاتو په ګډون په لوېدیځ کې د ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو وړتیا په اړه خبرداری ورکړی دی.
په راپور کې راغلي، چې د داعش د عملیاتو پلانوونکي د بهرنیو بریدونو د ترسره کولو، ورته د اسانتیا برابرولو او هڅولو لپاره په انلاین بڼه د فعالیتونو په ترسره کولو سره د تبلیغاتو خپرولو په حال کې دي.
دغې ادارې خبرداری ورکړی، چې ښایي د داعش غړي د ځینو زیان منوونکو مسافري لارو کار واخلي.
دغه راپور چې د سې شنبې په ورځ خپور شوی په کې راغلي، چې داعش لاهم په نړۍ کې «تر ټولو لوی اسلامپاله ترهګریز سازمان» دی.
د دغه راپور له مخې، داعش خراسان په سوېلي اسیا کې د دغې ډلې د بهرنیو ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو لپاره تر ټولو پیاوړې څانګه ده او غړي یې هم په سوېلي اسیا، منځنۍ اسیا او په ټوله نړۍ کې د بریدونو ترسره کولو په لټه کې دي.
د امریکا د استخباراتو ټولنې ویلي، چې تېر زېږدیز کال کې په ایران او روسیه کې د داعش بریدونو او دارنګه په امریکا او اروپا کې یې د ملاتړو نیول له سوېلي اسیا ورهاخوا له سیمې بهر د بریدونو ترسره کولو لپاره د خلکو هڅونه او د دغې ډلې زیاتېدونکې وړتیاوې ښیي.
د القاعدې ګواښ
د امریکا د استخباراتو ټولنې په راپور کې راغلي، چې القاعده لاهم ارادی لري چې متحده ایالات او امریکایي وکړي د خپلو نړۍوالو څانګو له لارې په نښه کړي.
د راپور له مخې: «ځیني د القاعدې هغه مشران چې په ایران کې پاتې دي؛ هڅه کوي چې د غزې په جګړه کې د اسراییل ضد احساساتو څخه په ګټې اخیستنې مسلمانان یو کړي او د اسراییل او امریکا پرضد بریدونو ته یې وهڅوي.»
د تحریک طالبان پاکستان د وړتیاوو په اړه اندېښنې
د امریکا د استخباراتو ټولنې په خپل راپور کې ویلي، که څه هم د تحریک طالبان پاکستان عملیات د پاکستان حکومت پر وړاندې بریدونو پورې محدود دي؛ خو د دغې ډلې وړتیاوې، له القاعدې ډلې سره یې تاریخي اړیکې او د متحده ایالاتو پر وړاندې د هدفي عملیاتو لپاره یې پخوانی ملاتړ د اندېښنې وړ دی.

نور خبرونه

رادیو