د امریکا د مرستو له کمېدو وروسته د افغانستان روغتیایي سیستم له بد حالت سره مخ دی

AP ۱۴۰۴ وری ۶

د سینهوا خبري اژانس وایي، چې د افغانستان روغتیایی سیستم، چې لا له وړاندې کمزوری و، د امریکا د مرستو له کمېدو وروسته نور هم زیانمن شوی.

د روغتیايي خدماتو ګډوډۍ په لیرې پرتو او غرنیو سیمو کې په میلیونونو افغانان په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان سخت اغېزمن کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د افغانستان له ۳۴ولایتونو څخه په ۲۵ ولایتونو کې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه د بودجې د کمښت له امله تړل شوي دي.

راپور زیاتوي، چې له سملاسي مداخلې پرته، له ۲۲۰ څخه ډیر روغتیایي تاسیسات به د ۲۰۲۵ کال د جون تر میاشتې پورې په دغه جنګ ځپلي هیواد کې وتړل شي.

په بغلان کې د یوه تړل شوي روغتیایي مرکز مشر ډاکټر خالد دراني، سینهوا ته ویلي، چې «په اوسط ډول، موږ هره ورځ له ۷۰ څخه تر ۸۰ تنو پورې ناروغانو درملنه کوله، چې ډیری یې ښځې او ماشومان وو.»

هغه وایي چې اوس هم ډیری ناروغان د درملنې په لټه کې ورځي، چې په خواشینۍ سره بې له درملنې بېرته ستنېږي.

ډاکټر دراني زیاته کړې، د دغه روغتیایي مرکز په تړل کېدو سره په پوښښ شویو سیمو کې د میندو او ماشومانو مړینه په بې ساري ډول لوړه شوې ده.

د تېرې فبرورۍ په میاشت کې ملګرو ملتونو د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د متحده ایالاتو د مرستو کمېدل په افغانستان کې سلګونه ګرځنده روغتیایي ټیمونه او نور اړین خدمتونه ځنډولي چې په دغه هېواد کې یې ۹ میلیونه وګړي اغیزمن کړي دي.

بلخوا بیا د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي، چې یوازې د روان کال جنورۍ میاشت کې یې ۱۳۴۰۰۰ ماشومانو ته روغتیایي خدمات په ۳۲ مرکزونو کې برابر کړي دي.

دغه بنسټ زیاتوي، چې د دغو روغتیایي مرکزونو له جملې یې ۱۸ کلینکونه تړلي او پاتې ۱۴ نور کلینکونه د بودجې د نشتوالي له امله به په راتلونکو میاشتو کې وتړي.

نور خبرونه

رادیو