لندن کې د افغانستان د سفارت له ودانۍ نه ملي بیرغ لرې شوی

AP ۱۴۰۴ وری ۵

د برېټانیا په پلازمېنه لندن کې د افغانستان د سفارت له ودانۍ نه ملي بیرغ لرې شوی.

دغه سفارت چې تېرکال د تلې پر شپږمه تړل شوی، د سې شنبې په ورځ، د کب پر پنځمه یې د ودانۍ د دروازې پر سر راځړېدونکی ملي بیرغ نه ښکارېده.

برېټانیايي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزارت د تېر کال په وږي میاشت کې په يوه رسمي ليک کې په دغه هېواد کې د افغانستان مخکیني سفير زلمي رسول ته ابلاغ کړه، چې دوی د افغانستان سفارت تړي.

زلمي رسول د وږي پر۱۶مه د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت ته ورغوښتل شوی و او ترې غوښتل شوي و، چې د تلې پر شپږمه دې د افغانستان د سفارت دروازه وتړي.

طالبانو له دغه سفارت څخه غوښتي و چې د یادې ډلې د بهرنیو چارو وزارت سره تعامل وکړي خو دوی ونه کړ او په پای کې طالبانو وویل، چې د دغه سفارت کونسلي خدمات باطل دي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال وویل، چې د سفارت چارې به د طالبانو استازو ته نه سپارل کیږي او سفارت به د اوس لپاره تړلی وي.

طالبانو په اروپايي هېوادونو کې هم د هغو سفارتونو او کونسلګریو خدمات باطل اعلان کړل، چې له دوی سره یې تعامل ته غاړه نه اېښوده.

تازه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ناروې په اوسلو کې د طالبانو یو ډيپلومات منلی او د کب پر څلورمه کونسلي چارې بیرته پیلوي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې چې د طالبانو ډیپلومات نجیب الله شیرخان په ناروې کې د افغانستان د سفارت د لومړي سکرتر په توګه منل شوی دی. وزارت دا هم اعلان وکړ چې نجیب الله شیرخان ته یې د یو کلنې ډیپلوماتیکې استوګنې کارت ورکړی ، چې د یوې میاشتې په اوږدو کې به ورته وسپارل شي.

نور خبرونه

رادیو