پاکستاني ځواکونو د بلوڅو یووالي غورځنګ د غړي عمران بلوڅ په ګډون نور لاریونوال هم نیولي دي

AP ۱۴۰۴ وری ۳

د ماهرنګ بلوڅ له نیول کېدو وروسته، نن سهار د پاکستان امنیتي ځواکونو په کویټه کې د بلوڅو د یووالي غورځنګ مخکښ غړي عمران بلوڅ په ګډون ځیني نور لاریونوال هم له ځانه سره یو نامعلوم ځای ته وړي دي.

د بلوچستان ځایي رسنۍ بلوچستان پوسټ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، د پاکستان امنیتي ځواکونو پر لاریونوالو د برېښنایي ډنډو ګوزارونه کړي او د خلکو د خورېدو لپاره یې له اوښلن ګاز شېندلی، چې په پایله کې د ښځو په ګډون ۱۵ تنه ټپیان شوي هم دي.

په همدې مهال د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د بلوڅو د یووالي غورځنګ د غړو په نیولو او د پاکستان امنیتي ځواکونو له‌خوا پر لاریونوالو د ډزو له امله خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، پاکستان ته د دغو مظلومو ولسونو لاریونونه هم د زغملو نه‌دي او د پښتنو او بلوڅو د ملي خوځښتونو د ځپلو هڅه کوي.

د یادولو وړ ده، چې د تېرې چهار شنبې په ورځ د پاکستان امنیتي ځواکونو د دغه غورځنګ مشره ډاکټره ماهرنګ بلوڅ او د هغې یو شمېر ملګري نیولي وو.

ډاکټر ماهرنګ بلوڅ تر خپل نیول کېدو شپږ ساعته وړاندې پر اېکس پاڼه د یوه دولس کلن هلک نهمت بلوڅ انځور خپور کړی و او ادعا یې کړې وه، چې پاکستاني پولیسو د دوی پر اعتراضیه ناستې د برید‌ پر مهال نوموړی په ډزو وژلی دی.

د ډاکټر ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ د بلوڅو د یووالي غورځنګ د پاکستان حکومت او پوځ پر ضد له دې امله سوله‌ییز لاریونونه کوي چې ګوندې د دوی زرګونه ځوانان یې لادرکه کړي دي.

د بلوڅو د حقونو دغه مبارزه او د هغې ملګري نیوکه کوي، چې پاکستان پوځ د «بلوڅانو نسل وژنه» پیل کړې ده.

تر دې دمخه هم د بلوڅو یووالي غورځنګ بېلابېل لاریونونه او ناستې د‌ پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري ګډوډې شوې دي.

د ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ دغه غورځنګ څو ځله په پلازمېنه اسلام اباد کې هم د پاکستان پوځ او حکومت خلاف لاریونونه کړي او پرې یې غږ کړی، چې له بلوڅو سره دې خپل توپیري چلند نور ودروي.

نور خبرونه

رادیو