مشعل: ‏د طالبانو او امریکا د تعاملاتو یوه نښه دا ده چې پر حقاني اېښودل شوې جایزه لرې شوه

AP ۱۴۰۴ وری ۳

په اسلام اباد کې د جمهوري نظام پخوانی سفیر عاطف مشعل کابل ته د امریکایي پلاوي سفر ته په اشارې سره وایي، ‏د دوحې له تړون وروسته دا لومړی ځل دی چې طالبان او امریکا د ښکاره ډیپلوماتیک حضور له لارې مستقیم تعامل ته داخلېږي.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «‏د طالبانو او امریکا ترمنځ د تعاملاتو یوه نښه دا وه چې پر حقاني اېښودل شوې جایزه لرې شوه.»
مشعل دغه راز وایي، چې د طالبانو د کورنیو چارو پر وزیر سراج الدین حقاني د اېښودل شوې جایزې لرې کول یو لوی سیاسي پیغام لري او دا ښيي چې که څه هم د دوحې تړون پر مهال د ځینو طالب مشرانو د تعقیب موضوع د بحث له اساسي موضوعاتو څخه یوه موضوع وه، خو هغه مذاکرات بې پایلې پاتې شول، خو اوس افغانستان وتوانېد چې د امریکامتحده ایالاتو سره د دې مسایلو پر سر یوې موافقې ته ورسېږي.
په اسلام اباد کې د جمهوري نظام یاد پخوانی سفیر زیاتوي، چې ‏د افغانستان او امریکا ترمنځ دغه تعامل نه یوازې دوه اړخیز ارزښت لري، بلکې پراخ نړۍوال او سیمه‌ییز اهمیت هم لري.
نوموړی وایي، چې دغه تعامل غربي نړۍ ته یو پیغام ورکوي چې د افغانستان د منزوي کولو سیاست ناکام شوی او اوس د فشار او یو اړخیزو دریځونو وخت پای ته رسېدلی.
د هغه په خبره: «د نړۍ هېوادونه باید د تعامل، تفاهم او مذاکراتو له لارې د ستونزوحل ته لاره ومومي.»
عاطف مشعل وایي، چې دا تعامل د سیمې هېوادونو ته هم یو درس دی او دا ښيي چې غرب، له افغانستان څخه د جغرافیوي واټن سره -سره د تعامل فرصت نه ضایع کوي، خو د سیمې ځینې هېوادونه لا هم له دې فرصت څخه ګټه نه پورته کوي.
نوموړی پرته له دې چې د کوم مشخص هېواد نوم واخلي وایي، ځینو هېوادونو چې باید له طالبانو سره د متقابلې همکارۍ لپاره ګامونه پورته کړي وای، تر اوسه محتاطانه چلند کوي.
مشعل په ټينګار سره زیاته کړه، چې ‏نړۍوالو حالاتو ته په کتو اوس د دې وخت را رسېدلی چې د سیمې ځواکمن هېوادونه له افغانستان سره د تعامل په برخه کې با جراته ګامونه پورته کړي او له اوسني مضر احتیاط څخه لاس واخلي.
هغه همداراز وویل: «داسې ښکاري چې د افغانستان حکومت د افغانستان عیني واقعیتونه او نړۍوال وضعیت درک کړی دی او د تعامل لپاره یې لازمه زمینه سازي کړې ده.»
مشعل په خپلو خبرو کې وویل، چې افغانستان ته د امریکایي پلاوي سفر ‏ګاونډیو هېوادونو ته هم ښکاره پیغام درلود.
د هغه په خبره: «په داسې حال کې چې د نړۍ ځواکمن هېوادونه له افغانستان سره د برخورد په برخه کې د زور او جبر له سیاست نه تېرېږي او د تعامل لاره خپلوي، ګاونډیانو ته هم پکار ده، هغه سیاست او رفتار چې اوس مهال تر لاس لاندې نیول شوی، چې د زور او یو طرفه دیکتې او فشار سیاست دی، هغه سیاست نور کار نه ورکوي.»
په اسلام اباد کې د جمهوري نظام یاد پخواني سفیر ‏د طالبانو او امریکا ترمنځ د ډیپلوماتیک تعامل نوی پړاو د دواړو هېوادونو لپاره مثبت پرمختګ بللی دی او وایي، چې دا تعامل د افغانستان د بهرني سیاست د کامیابۍ او پر نړۍواله کچه د یوه مشروع ډیپلوماتیک شریک په توګه د مطرح کېدو څرګندونه کوي.
عاطف مشعل په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې دوه ورځې وړاندې زلمی خلیلزاد د امریکايي پلاوي په ترکیب کې کابل ته تللی و.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د بنديانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي اډم بوايلر او د افغانستان لپاره د امریکا له پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل
د یاد وزارت ویاند وايي، په دې غونډه کې، چې په بهرنیو چارو وزارت کې شوې، دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي تعامل او د باور جوړونې پر لارو چارو خبرې کړې دي.
متقي په دې ناسته کې ویلي، چې طالبان له ټولو هېوادونو سره متوازنې او مثبتې اړیکې غواړي او واشنګټن ته په کار ده چې له کابل سره د خبرو اترو لاره خپله کړي.
هغه ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه باید د شل کلنې جګړې له سیوري ووځي او سیاسي او اقتصادي همکارۍ ته وده ورکړي.
بوايلر، چې د بنديانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی دی، د بندیانو تبادلې ته په اشارې ویلي، چې دا پرمختګ د باور جوړونې مهم ګام دی.
تر دې سفر دوه ورځې وروسته بیا د عدالت لپاره انعام اداره چې د مطلوبو کسانو اړوند مالومات خپروي، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر نوم یې له خپلې وېبپاڼې لرې کړی دی.
سراج الدین حقاني ته نږدې سرچینې هم وايي، چې د نوموړي پر سر اېښودل شوې جایزه لغوه شوې، خو د امریکا بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو کې د هغه نوم لا هم شته.

نور خبرونه

رادیو