د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د غزې تړانګې په سویلي ښار خان یونس کې د اسراییل د هوایي برید له امله د حماس د سیاسي ډلې یو مشر «صلاح البردویل» وژل شوی دی.
د سیمې اوسېدونکي وایي، دغه برید د هغو پراخو پوځي عملیاتو برخه ده چې د تېرې سې شنبې راهیسې پیل شوي دي.
حماس ته نږدې رسنیو راپور ورکړی، چې په دغه برید کې د صلاح البردویل تر څنګ د هغه مېرمن هم وژل شوې ده.
تر اوسه اسراییلي چارواکو د دغه برید په تړاو څه نه دي ویلي.
د حماس د رسنیو سلاکار طاهر النونو پر فېسبوک پاڼه د صلاح البردویل وژنه تایید کړې او خپلو پلویانو ته یې تسلیت هم ویلی.
له نږدې دوو میاشتو نسبي ارامۍ وروسته، اسراییلي ځواکونو د سې شنبې له ورځې خپل بریدونه یو ځل بیا چټک کړي دي.
د اسراییل هوايي او ځمکني بریدونه د غزې تړانګې په شمال، مرکز او سوېل کې زیات شوي، چې د دې جګړې له امله خلک بیا د سیمو پرېښودو ته اړ اېستل شوي دي.
حماس په یوه خبرپاڼه کې اسراییل د صلاح البردویل د ترور مسؤول ګڼلی او ویلي یې دي، چې نوموړی د خپلې مېرمنې ترڅنګ د دعا پر مهال د اسراییلي توغندي د لګېدو له امله وژل شوی.
حماس ډلې لیکلي: «د ده او د نورو شهیدانو وینه به د ازادۍ او استقلال د جګړې اور لا بل کړي. ظالم دښمن زموږ هوډ او استقامت نشي ماتولی».
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د جګړې اساسي موخه د حماس پوځي او حکومتي ځواک له منځه وړل دي.
د هغه په وینا، دغه عملیات د دې لپاره هم دي چې حماس د پاتې یرغمل شویو کسانو خوشې کولو ته اړ کړي.
د سې شنبې د ورځې د بریدونو په لړ کې د حماس د حکومت مشر عصام عدلیس د دې ډلې د داخلي امنیت مشر محمود ابو وفا او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم وژل شوي دي.
د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، چې د سې شنبې له بریدونو راهیسې لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
د فلسطین روغتیایي سرچینو هم ویلي، چې د اسراییل یوه جنګي الوتکه د غزې په سویلي ښار رفح کې یوه کور بمبار کړی چې له امله یې څو تنه ژوبل شوي دي.
حماس اسراییل تورن کړی، چې د جنورۍ د اوربند شرایط یې مات کړي او د جګړې د ختمولو او له غزې څخه د خپلو ځواکونو د اېستلو د خبرو له پیلېدو انکار کوي.
سره له دې حماس ویلي، چې د مذاکراتو لپاره لا هم چمتو دی او د نوي منځګړیتوب پر وړاندیزونو غور کوي.
د اسراییلي بریدونو له بیا پیلېدو سره چې غزه یې د پراخې ورانۍ سره مخ کړې؛ نړۍوال غبرګونونه هم راپارولي دي.
عربي او اروپایي هېوادونو د اوربند غوښتنه کړې. برېټانیا، فرانسې او جرمني په یوې ګډې اعلامیه کې له اسراییل غوښتي، چې غزې ته دې د بشري مرستو د داخلېدو اجازه ورکړي.
اسراییل لا هم غزې ته د بشري مرستو د ورتګ مخه نیولې او دا ادعا کوي، چې حماس دغه مرستې د خپلو موخو لپاره کاروي؛ خو حماس بیا دغه تورونه رد کړي دي.
اسراییل خپل پوځي عملیات وروسته له هغې پيل کړل، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر پر ۷مه د حماس جنګیالیو پر اسراییلي ښارګوټو پراخ بریدونه وکړل.
د اسراییلي چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وو او ۲۵۱ تنه یرغمل شوي وو.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، چې د اسراییلي بریدونو له امله تر دې دمه د ۴۹زره څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي او د غزې تړانګه یې سخته ویجاړه کړې ده.
د دغې جګړې له امله سلګونه زره کسان په لنډمهاله خېمو او پناه ځایونو کې ژوند کوي.