د امریکا دفاع وزیر: ایران به د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال، اټومي وسله ترلاسه نه کړي

AP ۱۴۰۴ وری ۳

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پېټ هیګسټ د فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې ایران به د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال اټومي وسله ترلاسه نه کړي.

هغه زیاته کړې، چې ټرمپ د ایران سره د اټومي پروګرام د درولو په تړاو د خبرو اترو پر ځای یوه بله حل لار غوره بولي.

هغه د دې په ویلو سره چې ټرمپ ایران ته یو روښانه پیغام استولی وویل، ټرمپ به د دفاع وزارت، نورو پوځي ادارو او خپلو متحدینو سره په همغږۍ هره هغه چاره ترسره کړي؛ ترڅو اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخه ونیسي.

پېټ هیګسټ وویل، ایران هېڅکله هم د متحده ایالاتو په کچه له داسې یو جدي ولسمشر سره نه دی مخ شوی او ټرمپ به ایران ته دا اجازه ونکړي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.

د امریکا دفاع وزیر ویلي، چې د امریکا دریځ روښانه دی او ایران هم په خپلو انتخابونو ښه پوهېږي.

هغه زیاته کړې:« زموږ هیله دا ده، چې یاده ستونزه د خبرو اترو پر مېز حل کړو. دا به د ایران د خلکو په ګټه وي؛ ترڅو په سوله کې ژوند وکړي، خو موږ د روان وضعیت په پېچلتیا هم ښه پوهېږو.»

څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل، چې د ایران د حکومت مذهبي مشر ته یې لیک استولی دی.

ډونلډ ټرمپ له فاکس بېزنس سره په مرکه کې زیاته کړه، چې له تهران سره هوکړې ته د رسېدو لپاره خبرې غوره بولي.

نوموړی وویل:« بل غوراوی دا دی، چې باید په دې برخه کې یو ګام پورته کړو، ځکه ایران باید اټومي وسلې ونه لري».

بل خوا بیا د ایران جمهوري اسلامي ستر مشر علي خامنه‌يي وایي، چې له ایران سره د خبرو اترو لپاره د ټرمپ خبرې «د عامه ذهنیت غلطول» دي.

هغه د تېرې چهارشنبې په ورځ یو شمېر زده‌کړیالانو ته په خبرو کې وویل، چې د پوځي انتخاب کارولو په برخه کې د ډونالډ ټرمپ ګواښ «غیر عاقلانه» وباله او خبرداری یې ورکړ، چې هر غلط اقدام چې امریکا وکړي د ایران له غوڅ غبرګون سره به مخ شي.

نور خبرونه

رادیو