بوینګ د امریکا هوایي ځواک لپاره د نوي نسل جګړه ییزې الوتکې جوړوي

AP ۱۴۰۴ وری ۲

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې د چین احتمالي کواښ ته په کتو سره د دغه هېواد د هوايي ځواک د لا پیاوړتیا لپاره به د بوینګ هوايي شرکت د نوي نسل جنګي جېټ الوتکو د جوړولو چارې پر غاړه واخلي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د جمعې په ورځ ټرمپ په واشنګټن کې وویل، چې دغه جنګي جېټ الوتکه چې (F-47) نومېږي تر ټولو نورو الوتکو خورا پرمختللې او ډیره ویجاړونکې ده.

یاده الوتکه په سټلایټ ټیکنالوژۍ سمبال او تېرو پنځو کلونو کې یې ازماېښتي الوتنې هم ترسره کړې دي.

د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ چې د ولسمشر ټرمپ څخه یې د ښو کړنو له امله جایزه ترلاسه کوله وویل، موږ خپلو متحدینو ته خورا روښانه او مستقیم ډول پیغام لېږو چې مونږ همدلته یو او هېڅ ځای ته نه ځو.

ورته مهال د متحده ایالاتو د هوایي ځواک مشر جنرال ډیویډ الوین وویل: «موږ به له دې جنګي الوتکې سره د عصري هوايي جګړې راتلونکي نسل تاریخ ولیکو.»

د اسوشیېټیډ پریس د راپور له مخې، دغه جګړه ییزې الوتکې به د بې پیلوټه الوتکو د یوې ډلې د قوماندان په توګه کار کوي چې اصلي دنده یې د چین او د امریکا د نورو سیالانو هوايي دفاعي سیسټمونو ته ننوتل دي.

په ورته وخت کې، د بوینګ شرکت د ځینو الوتکو د غورځېدلو او پر کارکونکو یې د برید له امله په دې وروستیو کلونو کې له ډیرو ننګونو سره مخ شوی.

د رویټرز په وینا، د دې قرارداد ارزښت سلګونه میلیارد ډالره اټکل شوی او د څو لسیزو لپاره به دوام وکړي.

نور خبرونه

رادیو