د امریکا په سوېل لوېدیځ نیو میکسیکو کې د ډزو له امله ۱۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

AP ۱۴۰۴ وری ۲

د امریکا د نیو میکسیکو په سوېل لوېدیځ کې په یوه پارک کې د ډزو له امله درې تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو پولیس وایي چې څېړنې روانې دي.

د لاس کروس پولیسو د فېسبوک په یوه بیان کې وویل: «دا پېښه نن سهار لس بجې د لاس کروز ښار په ینګ پارک کې شوې ده.»

چارواکو د وژل شویو او ټپیانو هویتونه نه دي په ډاګه کړي چې څوک دي او د کوم ځای اسېدونکي دي.

پولیسو ویلي، چې د دغه پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، مګر څېړونکي په فعاله توګه پېښه څاري او څېړنې روانې دي.

د قانون د نورو پلي کونکو په ګډون د متحده ایالاتو فدرالي استخبارات اېف بي ای او د نیو میکسیکو پولیس په څېړنو کې د لاس کروس له پولیسو سره مرسته کوي.

نور خبرونه

رادیو