په یمن کې د حوثي وسله‌والو پر مرکزونو د امریکا د بریدونو نوی پړاو

AP ۱۴۰۴ وری ۲

د امريکا جنګي الوتکو د ايران د اسلامي جمهوريت له ملاتړ څخه برخمنو حوثيانو پر مرکزونو خپلو بريدونو ته دوام ورکړی او د یمن الحدیده هوايي ډګر کې يې د وسلو زېرمې بمبار کړي دي.

العربیه د شنبې ماښام (د وري ۲مه) راپور ورکړ، چې د امريکا دوه "سخت" هوايي بريدونه د الحدیده لوېديځ ته د الکثیب سيمه کې ترسره شوي، چې پکې د حوثيانو د توغندیو توغولو سټېشنونه او بې‌پیلوټه الوتکو وسلې بمبار شوې دي.

العربیه دا هم ویلي، چې د حوثيانو د سمندري ځواک قوماندان هدف ګرځول شوی او ټپي شوی دی.

د دغه راپور له مخې، د حوثيانو د سمندري ځواک قوماندان، منصور السعدي چې په "ابوسجاد" شهرت لري، د امريکا په هوايي بريد کې ټپي شوی دی.

په ورته وخت کې، د ایران له ملاتړ څخه برخمنو حوثيانو پورې تړلې المسیره ټلویزیوني شبکې راپور ورکړی، چې امريکا د یمن لوېديځ کې د الحدیده نړۍوال هوايي ډګر باندې بریدونه کړي دي.

تر اوسه امریکا په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

المسیره د شنبې ماښام خبر ورکړ، چې د الحدیده نړۍوال هوايي ډګر باندې درې بریدونه شوي او دا یې د امريکا له څو هوايي بریدونو څخه یوه برخه بللې ده.

تېره اونۍ، امریکا په یوه مرګوني برید کې اعلان وکړ چې د حوثيانو یو شمېر لوړپوړي مشران یې وژلي دي.

حوثيانو ادعا کړې، چې په دې برید کې ۵۳ کسان وژل شوي او ۹۸ نور ټپیان دي.

د دې بریدونو په غبرګون کې، د یمن حوثيانو د امریکا پر هوايي-سمندري ځواک څو بریدونه کړي او د اسراییل پر لور یې د توغندیو توغولو مسوولیت هم منلی.

د امریکا بریدونه د حوثيانو له خوا د سره سمندر په ستراتیژیکه سیمه کې د خطرونو له منځه وړلو لپاره ترسره کېږي.

دا هغه سیمه ده، چې د نړۍوالې سوداګرۍ لپاره حیاتي ارزښت لري او حوثيانو له ۲۰۲۳ کال راهیسې هلته څو بریدونه کړي او ادعا کوي، چې دا بریدونه د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره ترسره کوي او د اسراییل اړوند کښتۍ په نښه کوي.

نور خبرونه

رادیو