په استانبول کې د لاریونونو دوام؛ امام اوغلو محکمې ته حاضر شو

AP ۱۴۰۴ وری ۲

د استانبول د ښاروال اکرم امام اوغلو چې د "فساد" او "ترهګرۍ" په تور نیول شوی، په لسګونو زره پلویان یې د څلورمې شپې لپاره د ښار د تالار مخې ته راټول شوي وو.

په ورته وخت کې امام اوغلو محکمې ته حاضر شو، چې څارنوال ته توضیحات ورکړي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی، چې د شنبې په ورځ د امام اوغلو د پلویانو د ډېرو لاریونونو له امله چې بیرغونه او شعارونو ور سره وو، د ښاروالۍ ودانۍ مخې راټول شوي وو.

په ځینو شعارونو کې لیکل شوي: "دیکتاتوران بزدلان دي" او "د عدالت او پراختیا واکمن ګوند نه شي کولی موږ غلی کړي."

امام اوغلو چې د وري په دویمه ماښام د عدالت په ماڼۍ کې څارنوال ته د توضیحاتو ورکولو لپاره حاضر شو، ژمنه یې وکړه چې د دې قضیې د عاملینو په وړاندې به شکایت ثبت کړي.

امام اوغلو چې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان اصلي سیال دی، په ۱۴ موټرو کې له ۹۰ نورو تورنو کسانو سره د محکمې ودانۍ ته وړل شوی وو.

د "ترهګرۍ د ملاتړ" تور د امام اوغلو د پلویانو اندېښنې راپارولې دي، ځکه دوی وېره لري چې د اردوغان حکومت به د استانبول په ښاروالۍ کې د هغه پر ځای یو څوک وټاکي.

د لاسرسي د محدودیتونو سره - سره، لږ تر لږه زر کسان په کاګالیان ولسوالۍ کې د استانبول محکمې مخې ته حاضر شوي.

دغه ځای تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې و.

۵۳ کلن امام اوغلو د ۱۴۰۳ کال د کب د میاشتې په ۲۹ نېټه سهار په خپل کور کې ونیول شو.

هغه د وري په دویمه د پنځو ساعتونو لپاره د پولیسو له خوا پوښتل شوی و.

نوموړی د "ترهګریز سازمان" په ملاتړ تورن شوی، په داسې حال کې چې یوه ورځ مخکې د "فساد" په تور محاکمه شو.

د واکمن ګوند غړو ته په خپله وینا کې اردوغان خپل مخالفین تورن کړل، چې "په تېرو څلورو ورځو کې د ملت د سولې د ګډوډولو او د خلکو د وېشلو لپاره هرڅه ترسره کړي."

هغه زیاته کړه: "کوڅو ته د کیڼ اړخو ډلو، غیر معمولي جریانونو او تخریب کونکو په راوستلو سره د ملي ارادې خلاف د قدرت ښودلو دور پای ته رسېدلی دی."

په وروستیو ورځو کې په ترکیه کې لاریونونه پراخ شوي دي.

د وري د دویمې نېټې لپاره د دې هېواد له لوېدیځ څخه تر ختیځ پورې په ډېرو ښارونو کې لاریونونه پلان شوې وې.

د فرانسې خبري اژانس د شمېرو له مخې، د ترکیې له ۸۱ ولایتونو څخه په ۵۵ ولایتونو کې لاریونونه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو