د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په ناروې کې د افغانستان سفارت کونسلي خدمتونه به د (وري څلورمه نېټه) بېرته پیل کړي.
طالبانو د دې خدمتونو بیا پېل «مثبت ګام» بللی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د «ناروې شاهي دولت کې د افغانستان سفارت د کارونو بیا پېل» به د روانې وري میاشتې له څلورمې وکړي.
په همدې حال کې، د ناروې د بهرنیو چارو وزارت تایید کړې، چې د نجیب الله شیرخان په نوم طالب ډېپلوماټ یې د افغانستان سفارت د لومړي سکرتر په توګه منلی دی.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت په یوه لیک کې، چې یوه نسخه یې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړې، ویلي چې د نجیب الله شیرخان ماموریت د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۳۱مه نېټه د افغانستان سفارت په غوښتنه منل شوی دی.
په اوسلو کې د افغانستاند پخواني سفیر یوسف غفورزي په تېرې سنبلې میاشت کې اعلان وکړ، چې د څلورنیمو کلونو ماموریت وروسته یې خپله دنده پای ته رسولې ده.
د افغانستان د سفارت له تړل کېدو وروسته، یوې معتبرې سرچینې، چې د دې سفارت پخوانیو ډېپلوماټانو پورې تړلې ده، افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د کوربه هېواد له لوري د سفارت ودانۍ ساتنه د طالبانو د باور وړ کس ته سپارل شوې ده.
ناروې لومړنی اروپايي هېواد دی، چې د طالبانو استازی یې په رسمي توګه منلی او تر دې وړاندې په جرمني کې هم د طالبانو د استازي منل کیدو پر سر بحثونه شوي وو.
طالبانو څو میاشتې مخکې اعلان وکړ، چې په ځینو اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د ډېپلوماتیکو استازولیو له لوري د کونسلي اسنادو ورکړه دوی ته د باور وړ نه دي.
تر دې دمخه روسیې، پاکستان، چین، ایران، هند، ازبکستان، ترکمنستان او ځینو نورو هېوادونو هم د طالبانو ډېپلوماټان منلي، خو لا هم دغه ډله هېڅ هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې.