د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت خبر ورکړی چې د نورستان مرکز پارون په ګډون یې په واما او کانتیوا ولسوالیو کې درې کتابتونونه رغولي او تجهیزات یې هم ورته برابر کړي دي.
د طالبانو یاد وزارت د (وري دوېیمه) په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو کتابتونونو پر بیا رغیدو او تجهیز کیدو شاوخوا اته میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د همدې وزارت د عامه کتابتونونو ریاست د شانتي رضا کاره ټولنې په مرسته دا کار کړی دی.
د نورستان د اطلاعاتو او کولتور رییس مولوي سمېع الحق حق بیان ویلي، چې دغه کتابتونونه اوس د ځايي اوسېدونکو پرمخ ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او کولای شي چې په کې د خوښې خوښې وړ کتابونه ولولي.
د شانتي رضا کاره ټولنې مشر موسي کلیم ډاډ څرګند کړی چې د مطالعې فرهنګ د عامیدو لپاره به خپل فعالیتونه لا چټک کړي.
طالبان داسې مهال په نورستان کې د کتابتونونو جوړولو خبر ورکوي چې دغه ډلې د ځپلې واکمنۍ د پیل راهیسې پر نږدې ۴۰۰ سوه بېلابېلو سیاسي، اقتصادي او مذهبي کتابونو بندیزونه لګولي دي.
په دغو کتابونو کې د ولسي شاعر ملنګ خوږې نغمې شعري ټولګه، د نذیر احمد سهار «وزیرستان وروستی تمځای» تاریخي کتاب په ګډون یو شمېر اقتصادي او سیاسي کتابونه هم شامل دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او کولتور وزارت کارکوونکي تېر کال د لړم په میاشت کې د کابل ښار په بېلابېلو کتابتونونو وګرځیدل او هغه کتابونه یې له کتاب پلورونکو راټول کړل چې دوی پرې بندیزونه لګولي دي.
طالبان دغه کتابونه د «اسلامي ارزښتونو او د امارت د تګلارې» خلاف بولي.
د طالبانو دغه بندیزونو ته لیکوالانو د کتاب مینه والو سخت غبرګونونه ښودلي دي.
دوی نیوکې کړي چې د طالبانو د سختدریځو افکارو او د بیان پر ازادۍ د بندیز له کبله اوس هېڅوک لا پر خپلې خوښې مطالعه هم نه شي کولای او خلک اړ کوي چې د طالبي افکارو لرونکي کتابونه ولولي.
یو شمېر لیکوال وېره لری، چې طالبان هڅه کوي چې په کتابتونونو کې د خپلې ډلې د افکارو لرونکي کتابونو شمېر زیات کړي او له دې لارې غواړي چې د فکري انحصار له لارې د خپلې واکمنۍ موده اوږده کړي.