د افغانستان امنیتي څار بنسټ: یوازې په فبرورۍ میاشت کې ۵۲ امنیتي پېښې ثبت شوې دي

AP ۱۴۰۴ وری ۲

د افغانستان د امنیتي څار بنسټ وایي، چې د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ په میاشت کې په ټول افغانستان کې ۵۲ امنیتی پېښې ثبت شوې، چې ۳۱ یې خپلواکو سرچینو تایید کړې دي.

دغه بنسټ زیاتوي په تایید شویو پېښو کې ۱۱ پېښې د ازادۍ جبهې، ۸ ملي مقاومت، ۲ داعش خراسان، ۸ پېښې د نامعلومو کسانو لخوا او یوه د هوایي برید پېښه شاملې دي.

د امنیت څارنې ادارې نن په یوه خپور کړي راپور کې ویلي، د روان کال د لومړۍ میاشتې په پرتله په فبرورۍ کې د طالبانو ضد جبهو ۲۱ بریدونه زیات شوي.

د دغه راپور له مخې، د داعش خراسان ډلې د جنورۍ په میاشت کې په کابل او کندز کې دوه ځانمرګي بریدونه وکړل، او همدا راز په روانه میاشت کې په کابل، پروان، سمنګان، پکتیا، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې ۹بریدونه شوي، چې عاملین یې نه دي معلوم.

د راپور له مخې په پکتیا او پکتیکا کې د پاکستان د تحریک طالبان په مرکزونو باندې د بې پیلوټه الوتکې لخوا هم برید شوی چې ګمان کیږي د پاکستان له دننه څخه تنظیم شوی وي.

دغه سازمان زیاته کړه چې د فبرورۍ په میاشت کې د امنیتي پېښو جغرافیوي وېش د هېواد په ۱۷ولایتونو کې ثبت شوی چې د جنورۍ میاشتې په پرتله ۹ ولایتونه زیات دی.

تر ټولو ډېر بریدونه، په کندوز کې ۱۳پېښې، کابل ۹ پېښې، تخار او هرات کې ۶پېښې، پروان او کاپیسا کې درې پېښې او په نورو ولایتونو کې (بدخشان، بادغیس، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا، سمنګان، بغلان، بلخ، هلمند، فراه او پنجشیر) کې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.

د افغانستان د امنیتي چارو څارونکي ټینګار کوي، چې د خپلواکو معلوماتو د نشتوالي له امله په دغو بریدونو کې د تلفاتو دقیق شمېر نه شي تاییدولی.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو تل په ټول هېواد کې د امنیت د تامینولو ادعا کړې، خو د طالبانو ضد جبهو خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

نور خبرونه

رادیو