حال وش: په څاه کې د غورځېدلي افغان ماشوم د جسد را ایستلو لپاره دې ژر تر ژره اقدام وشي

AP ۱۴۰۴ وری ۲

د بشري حقونو سازمان حال وش د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې پرته له دې چې سرحد او قومیت په پام کې ونیول شي، د انساني همدردۍ له مخې دې ژورې څاه ته د لوېدلي افغان ماشوم جسد د راویستلو لپاره ژر تر ژره اقدام وشي.

دغه سازمان زیاته کړې چې باید د یوه افغان وګړي او ایراني په ژوند کې هېڅ توپیر ونه شي.

دغه سازمان په خپل راپور کې ویلي، چې تېره ورځ د سیستان په ناصر اباد کې یو افغان ماشوم چې سیدالله نومېږي او ۱۰ کاله عمر لري، یوې ژورې څاه ته چې ۲۰۰ متره ژوروالی لري غورځېدلی، چې د ۲۴ ساعتونو په تېرېدو سره لا هم د یاد ماشوم جسد له څاه څخه نه دی راویستل شوی.

ویل کېږي چې د پېښې له رامنځته کېدو ورسته د ژغورنې ډله سیمې ته رسېدلې خو د ځانګړو امکاناتو د نشتوالي له امله د ژغورنې عملیات او بیا د جسد را ایستل ناکام شوي دي.

د پېښې له ځايه په تازه ترلاسه شويو راپورونو کې ويل شوي، چې څاه ته لېږل شوې کمرې د سيدالله مړى ليدلى، خو د څاه د تخنيکي حالت او د وسايلو د کمښت له امله يې د جسد را ايستل ممکن نه دي.

اوس پریکړه شوې چې د دغه ماشوم جسد به د څاه په هماغه ځای کې ښخ شي او د جنازې لمونځ به یې د څاه سر ته نږدې ادا کیږي.

که څه هم دا پرېکړه د اړتیا له مخې شوې، خو د سیمې د خلکو او ټولنیزو فعالانو ترمنځ یې پراخ غبرګونونه درلودل.

بلخوا ټولنیزو فعالانو یادې پېښې ته په اشارې سره ویلي، هره شیبه ځنډ د کورنۍ او ټولنې پر زړونو دروند بار زیاتوي، او ټینګار یې کړی چې د دغه معصوم ماشوم د جسد را ایستل یوازې انساني غوښتنه نه ده، بلکې اخلاقي او اسلامي اصولو ته د چارواکو د ژمنتیا د اندازه کولو لپاره یوه ازموینه ده.

نور خبرونه

رادیو