د بلوڅو د یووالي غورځنګ خبر ورکړی، چې د شنبې سهار د (وري دویمه) نېټه سهار مهال په بلوچستان ایالت کې د پاکستان امنیتي ځواکونو ډاکټر ماهرنګ بلوڅ او د هغې یو شمېر ملګري نیولي دي.
د یاد غورځنګ غړو ویلي، چې له تېرې ورځې راهیسې د بلوچستان ایالت په کویټې ښار کې د ډاکټر ماهرنګ په مشرۍ د بلوڅو د حقونو لپاره اعتراضیه ناسته پېل شوې چې د پاکستان امنیتي ځواکونو هڅه کوله چې خواره یې کړي.
داسې ادعا هم شوې، چې تېره ورځ هم پر دغه ناسته پاکستاني پولیسو ډزې کړي چې په پایله کې یې د دغه خوخښت دوه غړي وژل شوي دي.
ډاکټر ماهرنګ بلوڅ تر خپل نیول کیدو شپږ ساعته مخکې پر اېکس پاڼه د یوه دولس کلن هلک نهمت بلوڅ انځور خپور کړی او ادعا یې کړې، چې پاکستاني پولیسو د دوی پر اعتراضیه ناستې د برید پر مهال په ډزو کې وژلی دی.
د بلوڅو یووالي غورځنګ په خبرپاڼه کې ویلي، چې نن سهار پنځه نیمې بجې په کویټه کې د دوی پر اعتراضیه ناسته د پاکستان امنیتي ځواکونو برید کړی او د ډاکټر ماهرنګ بلوڅ په ګډون یې د دغه غورځنګ ځینې نورې ښځینه غړې هم نیولي دي.
خبرپاڼه کې راغلي، چې پاکستاني پولیسو د برید پر مهال اوښلن ګازونه شیندلي، اعتراض کوونکي یې په لرګیو ډبولي او سخت یې شکنجه کړي دي.
همدا راز زیاته شوې چې په سیمه کې مخابراتي شبکې هم تړل شوې وه او اعتراض کوونکو د انټرنیټي خدمتونو تر څنګ د اړیکو نیولو هېڅ ډول اسانتیاوو ته لاسرسی نه درلود.
د بلوڅو یووالي غورځنګ ویلي، چې د پولیسو په دغه تاوتریخوالي کې د دوی درې تنه لاریونوال هم وژل شوي او څور نور ټپیان دي.
پخوانی سناتور او د ملي ډیموکراټیک ګوند د رهبرۍ غړی افراسیاب خټک له بلوڅ سره د پولیسو نننی چلند غندي او د پاکستان له حکومته غوښتنه کوي چې نیول شوي کسان ژر تر ژره خوشې کړي.
هغه خبرداری ورکړی چې له بلوڅو سره دغه ډول چلند به په بلوچستان کې وضعیت لا کړکېچن کړي.
د ډاکټر ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ د بلوڅو د یووالي غورځنګ د پاکستان حکومت او پوځ پر ضد له دې امله سوله ییز لاریونونه کوي چې ګوندې د دوی زرګونه ځوانان یې لادرکه کړي دي.
د بلوڅانو د حقونو دغه مبارزه او د هغې ملګري نیوکه کوي، چې پاکستان پوځ د «بلوڅانو نسل وژنه» پیل کړې ده.
تر دې دمخه هم د بلوڅو یووالي غورځنګ بېلابېل لاریونونه او ناستې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري ګډ وډ شوي دي.
د ماهرنګ بلوڅ په مشرۍ دغه غورځنګ څو ځله په پلازمېنه اسلام اباد کې هم د پاکستان پوځ او حکومت خلاف لاریونونه کړي او پرې یې غږ کړی چې له بلوڅو سره دې خپل توپیري چلند بند کړي.
د بشري حقونو یو شمېر نړۍوال سازمانونو په ځانګړې توګه د بښنې نړۍوال سازمان تازه پر پاکستان غږ کړی چې د بلوڅانو له زورولو او نیول کیدو څخه دې لاس په سر شي.
د بلوڅو د یووالي غورځنګ ور هاخوا په پښتونخوا کې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ بیا د پاکستان پوځ او حکومت د پښتنو پر لادرکه کیدو او ځورول کیدو تورنوي.
منظور پښتون لا ادعا لري چې د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې جعلي نا امنۍ جوړې کړي او په لوی لاس یې دغه سیمه د ډالري جنګونو قرباني کړې ده.
هغه ادعا لري چې پښتانه په پاکستان کې محکوم او مظلوم دي.