د پښتونخوا والي: پاکستان ته له ۷۰ تر ۸۰ سلنه ترهګرې ډلې له افغانستان راځي

AP ۱۴۰۴ وری ۲

د پاکستاني رسنۍ دنیا د خبر له مخې، د پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ویلي، چې له ۷۰ تر ۸۰ سلنه ترهګري له افغانستان څخه پاکستان ته راځي، او ترهګر په افغانستان کې له بهرنیو ځواکونو څخه د پاتې شویو وسلو په ګټه اخیستنې په دغه هېواد کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي.

هغه پر ډیورنډ کرښه د شته ستونزو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، «مونږ له ډیرې اوږدې مودې راهیسې له ترهګرۍ سره مبارزه کوو، او په دې برخه کې یوې ځانګړې امنیتي پالیسې ته اړتیا ده.»

د پښتونخوا والي، په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو بېرته ستنولو ته په اشارې سره وویل، دا یې وخت دی، چې افغان کډوال افغانستان ته ستانه شي او پخپل هېواد کې اباد شي.

وروسته له هغې چې د افغانستان پخوانی جمهوریت وپرځېد؛ د افغان طالبانو ملګرې ډله «ټي‌ټي‌پي» په پښتونخوا کې خپل فعالیتونه خورا چټک او پراخ کړل.

د پاکستان حکومت ادعا لري، چې د یادې وسله‌والې ډلې د فعالیتونو د پراخېدو یو لوی لامل دا دی چې افغان طالبانو په خپله خاوره کې ورته پناه ځایونه ورکړي او له هماغه ځایه په دغو ایالتونو کې بریدونه تنظیموي.

پاکستان په نړۍوالو غونډو او رسنیو کې غوغا جوړه کړې، چې طالبان د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.

افغان طالبانو بیا تل د پاکستان دغه ادعاوې رد کړې او «ټي‌ټي‌پي» یې د یاد هېواد کورنۍ امنیتي ستونزه بللې ده.

نور خبرونه

رادیو