ډېپلوماټ ورځپانې د افغانستان د اپینو له کړکېچ څخه د وتلو په اړه یوه مقاله خپره کړې، چې په دې مقاله کې د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان کې د اپینو کښت، سوداګري، له طالبانو څخه تر سي ای اې پورې له اپینو سیاسي استفاده، د مېرمنو رول، ستونزو او حل لارو په اړه بحث شوی.
مقاله لیکي، د طالبانو د کوکنارو د بندیز پایښت د یوې څو اړخیزې تګلارې پورې تړلی دی.
د ۲۰۲۲په اپریل کې طالبانو په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله بنده کړه.
د دې بندیز له امله د اپینو تولید په ۲۰۲۳ کې د ۹۵ سلنې کمښت سره مخ شو، چې له ۶۲۰۰ ټنو څخه ۳۳۳ ټنو ته راښکته شو.
د کوکنارو کرکېله له ۲۳۳ زره هکتاره څخه ۱۰۸۰۰ هکتار ته کمه شوه.
خو درې کاله وروسته، د مخدره موادو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو دفتر راپور ورکړ، چې د افغانستان د اپینو بیه لس چنده له ۷۵ ډالرو څخه ۷۵۰ ډالرو ته په هر کیلوګرام کې لوړه شوې ده.
دا زیاتوالی د اقتصاد له اساسي قوانینو سره سم دی، چې کله تقاضا ثابته وي او عرضه کمه شي، نو بیې لوړیېږي.
د مخدره موادو پر ضد بریا، خو د بزګرانو لپاره سزا
د دې بندیز له امله، کوچني بزګران چې ښځې هم په کې شاملې دي، د سخت اقتصادي فشار لاندې راغلي، خو د نشهیي توکو قاچاقبران او سوداګر له دې وضعیت څخه اعظمي ګټه اخلي.
په ځانګړي ډول د افغانستان سوېلي او سوېللوېدیځو ولایتونو کې چېرې چې د کوکنارو کرکېله متمرکزه وه، بزګران له اقتصادي ناورین سره مخ شوي دي.
د ۲۰۲۱ کال د سیاسي بحران او د کرونا ویروس له اغېزو وروسته، د کوکنارو بندیز د افغانستان اقتصاد ته یوه بله قوي ضربه ورکړه.
د نړۍوال بانک د راپور له مخې، تېر کال په ۷۵ هېوادونو کې د سرانه عاید کچه راښکته شوې وه او افغانانو د ورځې له ۴ ډالرو څخه په کم عاید ژوند کوي.
کوکنار: یو د وچکالۍ ضد، باارزښته تجارتي فصل
په افغانستان کې چې فقر، بېثباتي او اقتصادي بحران عام دي، د اپینو تولید د میلیونونو خلکو لپاره یوازینی معیشتي سرچینه ګرځېدلې وه.
د مخدره موادو او جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د ۲۰۱۹ د راپور له مخې، د کوکنارو کرکېله ۳.۳ میلیون افغانانو ته معیشتي ثبات برابر کړی و، چې دا د افغانستان د ټول نفوس ۱۵ سلنه برخه جوړوي.
د کوکنارو کرکېله ډېر زیات کار ته اړتیا لري، چې له امله یې د ښځو لپاره د کار فرصتونه هم پیدا شوي وو.
په افغانستان کې چې ښځې نه شي کولی له نامحرمو نارینهوو سره ګډ کار وکړي، د کور دننه د کوکنارو اړوند کار د هغوی لپاره د عوایدو یوه لاره وه.
د اپینو اقتصادي ارزښت
د مقالې له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د اپینو سوداګري د افغانستان د ناخالص داخلي تولید۱۴سلنه برخه جوړوله.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته، اقتصاد نور هم کمزوری شو او د اپینو سوداګرۍ اهمیت لا زیات شو.
د اپینو سیاسي استفاده؛ له طالبانو څخه تر سي ای اې پورې، له ۱۹۵۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د کوکنارو د بندیز هڅې
لومړۍ هڅه د محمد داوود خان حکومت په ۱۹۵۷ کې وکړه، خو هغه مهال افغانستان یو لوی تولیدوونکی نه و.
بیا د شوروي پر ضد جهاد پر مهال مجاهدینو د اپینو له تجارت څخه مالي سرچینې ترلاسه کړې.
سي ای اې هم په پټه د شوروي ضد جګړې لپاره له دې پیسو کار واخیست.
طالبان او اپین
طالبان چې په ۱۹۹۶ کې پر افغانستان واکمن شول او په ۲۰۰۱ کې یې د اپینو د کرکېلې پر ضد پراخ اقدامات وکړل، تولید یې ۱۸۵ متریک ټنو ته راښکته شو، خو کله چې طالبان له واکه وپرځول شول، د هغوی تر کنټرول لاندې سیمو کې د اپینو تولید بېرته زیات شو.
په ۲۰۲۱ کې طالبان بیا واک ته ورسېدل او د ۲۰۲۲ د اپرېل په میاشت کې یې د کوکنارو پر کرکېله بندیز ولګاوه، چې دا ځل یې د دې پدیدې په تولید کې ۹۵ سلنه کمښت راوست.
د طالبانو دوهګونی سیاست
طالبان که څه هم اپینو ته "حرام" وايي، خو د تېر په څېر یې مالي ګټې ته دوام ورکړی.
دا دوهګونی دریځ نه یوازې د بزګرانو او سوداګرو ترمنځ ګډوډي پیدا کوي، بلکې دا خطر هم شته چې که بیې نورې هم لوړې شي، نو ځیني بزګران به بېرته د اپینو کرکېلې ته مخه کړي.
د ښځو رول
د کوکنارو کرکېله ښځو ته د مالي خپلواکۍ فرصت برابر کړی و.
اوس که د هغوی لپاره روزنیز پروګرامونه، کوچني تجارتونه او کاري فرصتونه برابر شي، دا به نه یوازې د مخدره موادو پر ضد بریا وي، بلکې د افغان کورنیو اقتصادي وضعیت ته به هم پراخه ګټه ورسوي.
د بدیل حل لارې؛ د تایلند بریالی ماډل
تایلند د ۱۹۸۴ څخه تر ۲۰۰۸ پورې د کوکنارو د بدیل پروګرامونه پلي کړل، چې د ملګرو ملتونو له لوري د "بدیل انکشاف" یوه بریالۍ بېلګه ګڼل شوې.
حکومت د بزګرانو عاید جبران کړل، بدیل محصولات یې تشویق کړل او د کوکنارو کرکېله یې پای ته ورسوله.
افغانستان کې ستونزې:
د کوکنارو د بندیز سره، بزګران د بدیل معیشت له نشتوالي سره مخ دي.
د فقر له امله، دوی اړ دي، چې بېرته د اپینو کرکېلې ته مخه کړي.
حکومت کومه اغېزمنه اقتصادي تګلاره نه ده غوره کړې.
څه باید وشي؟
د بزګرانو لپاره د کوچنیو پورونو سیستم رامنځته شي.
د بدیلو فصلونو لپاره د تخمونو او بازار اسانتیاوې برابرې شي.
ښځو ته د کار نوي فرصتونه برابر شي، تر څو کورنۍ اقتصادي ثبات ومومي.
پایله
د طالبانو د کوکنارو د بندیز پایښت یوې پراخې تګلارې ته اړتیا لري، چې یوازې د کرکېلې مخنیوی نه، بلکې د بزګرانو لپاره بدیل اقتصادي فرصتونه هم برابر کړي.
د ملګرو ملتونو سازمانونه کولی شي، چې د طالبانو د دې هڅې له سیاسي ارزښت څخه په استفادې د بزګرانو لپاره یو دوامداره اقتصادي ماډل رامنځته کړي.
که یوازې د اپینو کرکېله منع شي، خو اقتصادي بدیلونه برابر نه شي، نو نه یوازې بزګران له فقر سره مخ کېږي، بلکې د طالبانو د دې بندیز پایښت هم له خطر سره مخ کېدای شي.