رویټرز اژانس راپور ورکړی، متحده عربي اماراتو تابیا کړې، چې د راتلونکو لسو کلونو په اوږدو کې په امریکا کې ۱.۴ ټریلیونه ډالره پانګونه وکړي.
دغه پانګونه به د مصنوعي ځېرکتیا، نیمه برېښنايي توکو، انرژۍ او تولیدي برخو کې ولګول شي.
سپینې ماڼۍ ویلي، چې دا هوکړه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د متحده عربي اماراتو د ملي امنیت سلاکار شیخ طحنون بن زاید ال نهیان ترمنځ د ناستې پر مهال شوې ده.
سپینې ماڼۍ ټینګار کړی، چې به دې سره به د امریکا په اقتصاد کې د اماراتو د پانګونې کچه لا پسې زیاته شي.
رویټرز خبري اژانس د سپینې ماڼۍ د یوې سرچینې له قوله لیکلي، د دغه تړون تر ټولو مهمه برخه د امارات ګلوبل په د اوسپنې د یوې کمپنۍ پانګونه ده، چې په امریکا کې به د المونیم د ویلي کیدو نوې فابریکه هم جوړه کړي.
دا به د اوسپنې په برخه کې د تېرو ۳۵ کلونو په اوږدو کې د امریکا دننه تر ټولو لویه او مهمه پانګونه وي.
سپینې ماڼۍ هیله مندي ښودلې، چې له دې سره به د امریکا د اوسپنې داخلي تولید نږدې دوه برابره زیات شي.
متحده عربي امارات چې په نړۍ کې د تېلو له مخکښو تولیدونکو او د امریکا پخوانی امنیتي شریک ګڼل کېږي، په هڅه کې دی څو له واشنګټن سره خپلې اقتصادي اړیکې نورې هم پراخې کړي.
دغه هېواد هڅه کوي چې د مصنوعي ځېرکتیا په برخه کې ځان د نړۍ سرلاری کړي.