د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق د هند مذهبي عالم او مبلغ ډاکټر ذاکر نایک سره لیدلي. ډاکټر ذاکر نایک د دغې لیدنې انځور پر ټولنیزو شبکو خپور کړی، مګر په دې اړه یې معلومات نه دي خپاره کړي چې لیدنه کله، چیرته او د کومې موخې لپاره ترسره شوې.
ذاکر نایک په هند کې د جنجالي مذهبي شخصیت په توګه پېژندل کېږي او اوس په مالیزیا هېواد کې ژوند کوي.
نوموړي د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره مشترک انځور پر اېکس خپور کړی او یواځې دومره یې لیکلي: «د استخباراتو مشرانو سره تعامل،عبدالحق وثیق، د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو مشر.»
د دغې لیدنې په اړه تر اوسه دقیق معلومات نشته چې دا لیدنه چېرته، کله او د کوم هدف لپاره ترسره شوې.
عبدالحق وثیق چې اوس د طالبانو د استخباراتو مشر دی د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د امریکايي ځواکونو لهخوا نیول شوی وو ګونتانامو کې له دوی سره بندي وو.
بل پلو په هند کې ډاکټر ذاکر نایک هغه څوک دی چې په دغه هېواد کې د کرکې په خپرولو تورن دی. ه هند کې ډاکټر ذاکر نایک د کرکې خپرولو، د پیسو سپینولو، او د ۲۸ میلیونه ډالرو په ارزښت د غیرقانوني جایدادونو ترلاسه کولو تورونه لري. هندي چارواکي ادعا کوي چې نوموړي له دغو پیسو داسې غونډې تمویل کړې، چې په کې له نفرته ډکې څرګندونې شوي دي.
که څه هم ذاکر نایک دا تورونه رد کړي خو نوموړی جلا وطنه په مالیزیا کې ژوند کوي چې هند بار بار د نوموړي د ورسپارلو غوښتنه هم کړې.