انټونیو ګوټرېش د نوي کال په لومړۍ ورځ د «نوروز» د مبارکۍ په پېغام کې ویلي، چې په دې جنجالي، وېشل شوې او له شخړو ډکې نړۍ کې د دغه ورځې نمانځل یو لوی نعمت دی.
هغه «نوروز» د طبعیت ژوندي کېدو، د هیلو راټوکیدو او پسرلي د راتګ پېلامه یاد کړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي هیله څرګنده کړې چې د نوي کال دغه لومړۍ ورځ له ځانه سره سوله، روغتیا او خوشالي راولي.
د نړۍ بېلابېلو هېوادونو مشرانو هم د «نوروز» د مبارکۍ پېغامونه خپاره کړي دي.
د روسیې ولسمشر پوټین، د هند لومړی وزیر نریندرا مودي، د تاجکستان ولسمشر او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په ګډون د افغانستان ګاونډیو هېوادونو مشرانو هم په نړۍ کې د «نوروز» نمانځونکو ته مبارکي ویلې ده ؛خو طالبان پرې لا هم غلي دي.
که څه هم د نوي کال لومړۍ ورځ د افغانستان په لرغوني تاریخ کې څرګند او لوی ځای لري ؛خو طالبان د خپلې سختدریځې مذهبي مفکورې له کبله د دغه ورځې د نمانځلو مخالف دي. دغه ډلې په افغانستان کې د «نوروز» پر نمانځلو بندیز لګولی او نن د جمعې په ورخ یې په کابل کې د سخي زیارت د جنډې پورته کولو مراسم هم بند کړي دي.
افغانستان انټرنشنل ته په رسیدلو ویډیوګانو کې ښکاري چې طالبانو په کابل کې د یاد زیارت پر لورې ټولې غځیدلې لارې تړلي دي او خلک د «نوروز» جشن نمانځلو ته نه ورپرېږدي.