جورج ګلزمن چې شاوخوا ۸۰۰ ورځې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان په یوه زندان کې بندي و، د امریکا مریلېنډ ایالات اېنډرویوز پوځي اډې ته له رسېدو سره سم رسنیو ته ویلي چې «احساس کوي نوی دې نړۍ » ته راغلی دی.
نوموړي د جمعې په ورځ (د مارچ ۲۱مه) له فاکس نیوز سره په مرکه کې د متحدهایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د بنديانو لپاره د ټرمپ ځانګړي استازي ادم بوهلر څخه د هغه د خوشې کېدو لپاره مننه کړې ده.
نوموړي په خپلې مرکه کې زیاته کړې :«احساس کوم چې نوی دې نړۍ ته راغلی یم. د طالبانو له بند څخه زما د خوشېکېدو د مننې لپاره هېڅ الفاظ نهلرم. له ولسمشر ډونالډ ټرمپ، مارکو روبیو، مایک والټز او بوهلر څخه ډېره مننه کوم چې زما د خوشېکېدو لپاره یې هڅې کړې دي.»
د ګلزمن مېرمن الکسانډرا او کورنۍ یې هغه ته د هرکلي لپاره د مریلېنډ ایالات اېنډرویوز پوځي اډې ته ورغلي او ۲۰۲۲ کال د ډېسمبر له پنځمې وروسته یې په لومړي ځل یو بل ته کلکې غېږې ورکړې دي.
د طالبانو له بنده د ګلزمن خوشېکېدل د افغانستان لپاره د جو بایډن دولت پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د بندیانو په برخه کې د متحدهایالاتو ځانګړي استازي ادم بوهلر او قطري چارواکو د پراخو ډېپلوماتیکو هڅو پایله بلل کېږي.
ګلزمن داسې مهال د طالبانو له بنده خوشې کېږي چې افغان-امریکايي محمودشاه حبیبي لا هم د دغې ډلې په زندان کې دی او د راتلونکي برخلیک او وضعیت په تړاو یې تر اوسه هېڅ راز اطلاعات نهدي وړاندې شوي، خو د هغه ورور احمدشاه حبیبي تېره ورځ افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حبیبي د خوشېکېدو ژمنه کړې ده.