اسراییلي ځواکونو په درې ورځو کې نږدې ۶۰۰ فلسطینیان وژلي دي

AP ۱۴۰۴ وری ۱

د الجزیره شبکې د راپور له مخې، د اسراییل پوځ ویلي، چې د غزې سویل په ځانګړي ډول د رفح په سیمه کې یې ځمکني عملیات پیل کړي.

الجزیزې ته طبي سرچینو ویلي، له سې ‌شنبې ورځې راهیسې چې اوربند مات شوی، تر اوسه د اسراییل د بریدونو له امله ۵۹۰ فلسطینیان وژل شوي.

همدا راز د اسراییلي ځواکونو مخکې تګ د بیت‌لاهیا شاوخوا سیمو تر څنګ د غزې شمالي برخې او د مرکزي سیمو پر لور دوام لري.

د هوايي بمباریو او ځمکنيو بریدونو له زیاتوالي سره، د قربانیانو شمېر لا هم مخ په زیاتېدو دی.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پنج‌ شنبې په ورځ د اسراییلي بندیانو د مسلې تر څنګ د غزې وضعیت څېړلی دی.

اسراییل وايي، چې پوځي عملیات به تر هغه دوام لري، څو چې د دوی ټول اسیران خوشې شوي نه وي، خو د ملګرو ملتونو شورا ځینو غړو د وضعیت د ارامولو او ډېپلوماټیکو حل‌لارو غوښتنه کړې.

په تېرو ساعتونو کې د اسراییلي پوځ عملیات د لویدیځې غاړې په بیلابیلو سیمو کې ترسره شوي، چې په کې د نېبلیس ښار، طولکرم درات السیر سیمه او د بلاطه د کډوالو پنډغالی چې د نېبلیس په ختیځ کې پروت دی شاملې دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، د غزې د روغتونونو وضعیت بحراني دی. اتلس ورځې کېږي چې هیڅ بشري مرستې لکه درمل او طبي وسایل سیمې ته نه دي رسېدلي.

ډاکټران وايي چې، د اسراییلي پوځیانو په بریدونو کې زیاتره ټپیان ښځې، ماشومان، او بوډاګان دي چې د ځینو ټپونه خورا ژور دي.

د روغتیايي کادر د معلوماتو پر بنسټ، ان درد کموونکي درمل، د بې‌ هوښي درمل او سټرېل ګاز په روغتونونو کې نه شته.

په تیرو درې ورځو کې روغتونونو د وینې د بیړني مرسته غوښتنه کړې، خو د درملو او طبي وسایلو تر څنګ د سون توکو کمښت هم د روغتیایي خدماتو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

اندېښنې دا دي، چې که په راتلونکو ورځو کې سون توکي ونه رسېږي، ډېر روغتونونه به د فعالیت د بندېدو له ګواښ سره مخ شي.

نور خبرونه

رادیو