د لندن هیترو نړیوال هوايي ډګر اعلان وکړ، چې د جمعې په ورځ د برېښنا په یوه نږدې ودانۍ کې د لویې اورلګېدنې وروسته وتړل شو.
دغې پیښې د نړیوالو الوتنو مهالویش ګډوډ کړی دی.
د لندن د اور وژنې ادارې هم د لویدیځ لندن په هیترو هوايي ډګر کې د لویې اورلګېدنې راپور ورکړی دی.
دغې ادارې ویلي چې شاوخوا ۷۰ اور وژونکي اوس مهال د اور د وژلو لپاره کار کوي.
د دې اور لګېدو لامل لا نه دی روښانه شوی.
د ګوګل نقشې د معلوماتو له مخې، اور د شمالي هاید د بریښنا سټیشن په ودانۍ کې ولګېد، چې د هیترو هوایي ډګر څخه شاوخوا پنځه میله لرې دی.
د هیترو هوايي ډګر په اروپا کې تر ټولو بوخت هوايي ډګر او په نړۍ کې پنځم بوخت هوايي ډګر دی، چې هره ورځ سلګونه الوتکې ترې الوتنې کوي.
د انلاین الوتنو تعقیب سایټ «فلایت رادار ۲۴» دا هم ښیي چې د هیترو هوایی ډګر ته تلونکې یو شمیر نړیوالې الوتنې د لندن ګیټوک په ګډون، پاریس، فرانسې او په ایرلینډ کې شینن نورو هوایی ډګرونو ته اړول شوي دي.
یو شمیر نورې الوتنې بیرته خپلو اصلي ځایونو ته راستنې شوې.