پاکستان ته ورپېښ امنیتي ګواښونه؛ دغه هېواد د نویو پوځي عملیاتو امکان رد کړ

AP ۱۴۰۴ وری ۱

د پاکستان حکومت د ترهګرۍ د تازه څپو پر وړاندې د نویو پوځي عملیاتو د رد خبره داسې مهال کړې، چې په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې وسله وال فعالیتونه ورځ تر بلې مخ په پراخیدو دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت سلاکار وايي، چې ښايي نوي پوځي عملیات پیل نه شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یوه سلاکار طلال چودهري د پنجشنبې په ورځ خبري غونډې ته ویلي، چې په پارلمان کې د امنیتي غونډې په ترڅ کې چې د لومړي وزیر شهباز شریف تر څنګ په کې د پوځ مشر عاصم منیر هم ګډون کړ و، د نویو پوځي عملیاتو په تړاو په کې هېڅ بحث نه دی شوی.

د پاکستان ډان ورځپانې د هغه له قوله زیاته کړې، د (عزم استحکام) پوځي عملیات او د ملي عمل پلان (NAP) به د ترهګرۍ د جرړو ایستلو لپاره دوام ومومي.

دا څرګندونې د پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور د هغو څرګندونو په غبرګون کې شوې چې په خپل ایالت کې یې د نویو پوځي عملیاتو خلاف دریځ ښکاره کړ او ګواښ یې وکړ چې هېڅ ډول عملیاتو ته به اجازه ورنه کړي.

سیاسي ناندرۍ او تورونه

طلال چودهري د ګنډاپور دریځ ته په اشارې وویل: «د هغه خبرې د امنیتي پرېکړو په اړه ابهام او لانجې رامنځته کوي.»

هغه د پښتونخوا د سر وزیر خبرې «د اندېښنې وړ» وبللې او ویې ویل، د ترهګرۍ ضد جګړه کمزورې کول یې هدف دی.

چودهري له ګنډاپور وغوښتل، که د ترهګرۍ ضد جګړه کې مرسته نه شي کولی، نو لږ تر لږه د هغوی ملاتړ دې نه کوي.

نوموړي همداراز د تحریک انصاف ګوند (PTI) د وروستیو ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي مسوول وباله او ادعا یې وکړه چې د تحریک انصاف ګوند د واکمنۍ پر مهال وسله‌ والې ډلې یو ځل بیا منظمې شوي دي.

د چودهري په خبره، سره له دې چې د ترهګرۍ د تازه ګواښونو په تړاو مهمه غونډه جوړه شوې وه، خو د تحریک انصاف استازو په کې ګډون ونه کړ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت دغه سلاکار پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې دا مهال په زندان کې دی «د ترهګرو اصلي ملاتړ کوونکی» وباله. هغه زیاته کړه: «عمران خان یوه اوونۍ ووروسته د جعفر اېکسپرېس ریل ګاډي برید وغندلو.»

د ترهګرۍ زیاتېدونکی ګواښ

طلال چودهري وویل، پاکستان هره ورځ د شاوخوا ۹ ترهګریزو بریدونو سره مخ دی، چې په کې لږ تر لږه درې امنیتي سرتېري او دوه ملکي وګړي وژل کېږي او ۷ امنیتي منسوبین او ۴ عام وګړي ټپیانېږي.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، د جنورۍ له لومړۍ نېټې تر د مارچ ۱۶مې پورې « ۱۱۴۱ کسان د دغو بریدونو کې وژل شوي چې ۱۱۲۷ » یې د پښتونخوا او بلوچستان اوسېدونکي دي.

هغه وایي، د فبرورۍ په میاشت کې د تېر کال همدې مودې ته په کتو د بریدونو کچه ۳۰ سلنه لوړه شوې چې ۹۵ سلنه یې یوازې په پښتونخوا او بلوچستان کې شوي.

چودهري د ایالتي حکومتونو پر فعالیت نیوکه وکړه او ویې ویل: «که پښتونخوا او بلوچستان د جګړې لپاره چمتو نه‌وي، نو دا ګواښ به څنګه ختم کړو؟»

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سلاکار په خبره، امنیتي ځواکونه هره ورځ ۱۸۰ استخباراتي عملیات ترسره کوي او مشکوک کسان هم نیسي.

چودهري د عمران خان له هغې طرحې سره هم مخالفت وښود چې د سولې لپاره د مذاکراتو وړاندیز یې کړی و.

هغه وویل: «موږ یوازې له هغو کسانو سره خبرې کوو، چې وسله یې نه ‌وي پورته کړې.»

په افغانستان کې د طالبانو تر واک ته رسیدو وروسته په پښتونخوا او بلوچستان کې نا امنۍ تر بل هره وخته پراخې شوي او د وسله والو ډلو فعالیتونه هم چټک شوي دي. پاکستان دعوه لري چې د «ټي ټي پي» په ګدون بلوڅ بېلتون پاله ډلې د طالبانو تر سیوري لاندې له افغانستانه رهبري کېږي.

پاکستاني چارواکو په رسنیو او بېلابېلو سیاسي ناستو کې پر طالبانو نیوکې کړي، چې د دوی ضد وسله والو ته یې په افغان خاوره کې پناه ځایونه ورکړي؛ خو طالبان دغه ادعاوې د پاکستان ځان غولونه بولي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ سیاسي او امنیتي کړکېچ مخ په پراخیدو ښکاري.

دواړه لوري پر یو نیوکې کوي، اسلام اباد کابل ته ګوته نېسي چې له هغې ځایه په پاکستان کې نا امنیو ته زمینه برابرېږي او پر کابل واکمن طالبان بیا اسلام اباد تورنوي چې د دوی خلاف داعش وسله وال روزي.

نور خبرونه

رادیو