د اوکراین چارواکي وايي، روسیې پرن ناوخته اودیسا ښار کې د ډرون الوتکو لوی برید کړی چې پکې ۳ اوکراینیان ټپي شوي. دغه برید اوکراین ته د چک جمهوریت د ولسمشر له سفر سره په یو وخت شوی. رویټرز وايي، د برید پرمهال پیټر فاول له اوکرایني چارواکو سره د خبرو لپاره په همدغه بندري ښار کې و.
د ادیسا والي اولیه کیپر وايي:«زموږ د غونډې په جریان کې دښمن یو ځل بیا د اودیسا په سیمه باندې لوی برید وکړ.»
همدارنګه د اوکراین د کورنیو چارو وزارت وايي:«د اوږد واټن ډرونونه په څو څپو کې ښار ته ننوتل زیربناوې، کورونه او سوداګریزې ودانۍ یې زیانمنې کړې او اورل ولګېد.»
د پوځي چارو شنونکي اولیکساندر کووالینکو رویټرز ته ویلي، چې روسیې د برید لپاره نوي تاکتیکونه په کار اچولي« د دوی بې پیلوټه الوتکې د معمول په پرتله له لوړې ارتفاع او په لوړ سرعت سره ښکته کیږي ترڅو د اوکراین د هوايي دفاع لپاره کار ستونزمن کړي.»
په ورته مهال نن په جلا توګه روسیې او اوکراین یو په بل باندې د روسیې د ګازو د پمپ کولو او اندازه کولو په یوه لوی سټیشن باندې د برید تور ولګاوه.
د ګاز دغه سټیشن د اوکراین په کرسک کې دی او روسي ځواکونو درې میاشتې وړاندې دا سیمه له اوکراین نیولې.
دغه برید په داسې حال کې کیږي، چې امریکا د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې تړون لپاره فشار اچوي او هیله لري، چې دواړه هېوادونه د ارنرژۍ پر زیرناوو بریدونه ودروي.