د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو نوي اجراییوي فرمان له مخې، د پوهنې وزارت لغوه شوی او د واکونو تر څنګ د ښوونیزو تګلارو صلاحیتونه به ایالتي ادارو ته انتقال شي.
هغه ټینګار کړی، چې د پوهنې وزارت موجودیت هېڅ ګټه نه لري او دغه وزارت به په بشپړه توګه وتړي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د دغه فرمان د لاسلیک کیدو پر مهال ویلي، ښوونیز بهیر بېرته ایالتي ادارو ته سپاري.
دغه پرېکړه د محافظه کارانو له تود هرکلي سره مخ شوې، خو د عامه ښوونې د ملاتړو اندېښنې یې پارولي دي.
د رويټرز د راپور له مخې، که څه هم ټرمپ غواړي دغه وزارت په بشپړ ډول له منځه یوسي، خو دا اقدام د کانګرس تصویب ته اړتیا لري، او اوس مهال ټرمپ د دې کار لپاره لازمې رایې هم نه لري.
ټرمپ، چې له دوو میاشتو راهیسې بېرته سپینې ماڼۍ ته ننوتی، د خپلې لومړۍ دورې پر تګلارو بیا قدمونه ږدي چې موخه یې د فدرالي ادارو کمښت او بیوروکراسۍ راکمول دي.
د دغه فرمان تر لاسلیک وړاندې، د امریکا د ښوونې او روزنې وزارت اعلان کړی و، چې د خپلو کارکوونکو نږدې نیمايي برخه به رخصت کړي.
د اجراییوي فرمان له مخې، د امریکا د ښوونې وزارت یوازې ځینې اساسي چارې پر مخ وړي، لکه د محصلینو پورونه، د «پېل سکالرشیپونه» او له اړمنو ماشومانو څخه ځانګړی ملاتړ په کې شامل دي.
که څه هم جمهوریخواهان د کانګرس دواړه مجلسونه کنټرولوي، خو د دې وزارت د لغوه کولو لپاره د سنا ۶۰ رایو ته اړتیا ده، چې د ډېموکراټانو ملاتړ ته اړتیا لري.
ټرمپ ویلي، چې ښايي دا موضوع د کانګرس رایو ته وړاندې شي.
په دې مراسمو کې، ټرمپ د ټېکزاس والي ګرېګ ابوټ، د فلورېډا والي ران ډيسانټيس او د «ماډرن د ازادۍ لپاره» نومې محافظه کارې ډلې ملاتړ ترلاسه کړ.
بلخوا د امریکا د ښوونکو ټولنې (AFT) سملاسي د ټرمپ دغه پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی دی.
د دغې ټولنې مشرې رینډي واین ګارټن، ټرمپ ته په خطاب کې وویل: «په محکمه کې به سره وګورو.»
عامه غبرګون او راتلونکې ننګوونې
د عامه افکارو نظرپوښتنې ښيي، چې د امریکا اکثریت خلک د ښوونې وزارت د بندېدو مخالف دي.
د رويټرز/ایپسوس یوې نظرپوښتنې چې تېره میاشت ترسره شوې ښيي، چې ۶۵ سلنه امریکایان د دې وزارت د لغوه کولو مخالف دي او یوازې ۳۰ سلنه یې ملاتړ کوي.
که څه هم لا معلومه نه ده، چې ټرمپ به د خپلې پالیسي په بشپړ عملي کولو کې بریالی شي که نه، خو کارپوهان وايي، چې دا پرېکړه به له جدي حقوقي او سیاسي مبارزې سره کیدونکې ده.