د پاکستان پوځ په پښتونخوا کې د ۱۰ وسله والو او خپل یوه پوځي د وژل کېدو خبر ورکړی

AP ۱۴۰۴ وری ۱

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې یې د پوځي عملیاتو پر مهال د «ټي ټي پي» وسله والو پر یوه پټنځای برید کړی، چې په کې یې د یادې ډلې لس وسله وال وژلي دي.

پوځ وايي، په دغو عملیاتو کې د دوی یو افسر هم وژل شوی.

د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستاني طالبانو د دغو وژل شویو وسله والو څخه یې ځینې سپکې او درنې وسلې هم لاسته ورغلې دي.

د پاکستان پوځ زیاتوي چې په دغه عملیاتو کې یې د «تورن حسنین اختر په نوم یو پوځي افسر» هم وژل شوی دی.

پاکستاني طالبانو تر اوسه پورې د پوځ د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ویلي.

پوځ ویلي، د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره به د دوی دغه ډول عملیات دوام ولري، خو هم مهاله لیدل کېږي چې د پاکستاني طالبانو بریدنه له کنټروله وتلي دي.

د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې «ټي ټي پي» خپل فعالیتونه تر پخوا لا ډېر پراخ کړي‌ او چټک کړي‌ دي.

پاکستاني طالبانو وروسته له هغې خپلو وسله والو فعالیتونو کې د پام وړ زیاتوالی راوړ، چې د دوی ملګرې ډلې افغان طالبانو پر کابل واک ترلاسه کړ.

د پاکستان پوځ ادعا لري چې د «ټي ټي پي» د پراخیدونکو وسله والو فعالیتونو تر شا د طالبانو لاس دی او په افغانستان کې یې ورته خوندي پناه ځایونه ورکړي دي.

د پاکستان دغه ګوتڅنډنه یوازې تر «ټي ټي پي» پورې محدوده نه ده پاتې بلکې د جعفر اېکسپرېس پر ریل ګاډي د بلوڅ بېلون پالو تر برید وروسته یاد هېواد ادعا وکړه چې د دغه وسله والې ډلې غړي د برید پر مهال په افغانستان کې له خپلو مشرانو سره په اړیکه کې وو.

ښکاري چې د طالبانو تر سیورې لاندې د پاکستان ضد ترهګرو ډلو د موجودیت په تړاو د دغه هېواد اندېښنې دومره زیاتې کړي، چې ان له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي،‌ څو په افغانستان کې د دوی مخالفو وسله والو ډلو د پراخ حضور په تړاو اقدام وکړي.‌

بلخوا طالبان د پاکستان دا ادعاوې نه مني او څو څو ځله یې اسلام اباد مخاطب کړی، چې د خپل بام واورې دې پر دوی نه اور اچوي.

پر کابل واکمنو طالبانو ویلي، چې په‌ پاکستان کې د نا امنۍ روانې څپې د دغه هېواد داخلي ستونزه ده او پر دوی د نیوکو پر‌ ځای دې د خپلو ناکامیو ختمولو باندې فکر وکړي.

ملګرو ملتونو د افغانستان په تړاو په خپل وروستي راپور کې هم اندېښنه ښودلې وه، چې د طالبانو تر سیوري لاندې په افغانستان کې د القاعده شبکې، ختیځ ترکستان ډلې، پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ته خوندي پناه ځایونه برابر شوي دي.

که څه هم طالبانو په ځلونو دا خبره کړې، چې د افغانستان له خاورې به هېڅ ګاونډي او بهرني هېواد ته امنیتي ګواښ پېښ نه کړي‌؛ خو داسې برېښي چې د ګاونډیانو په ګډون نړۍ اوس د دوی پر دغو خبرو چندان باور نه کوي.

نور خبرونه

رادیو