د اروپا په کچه تر ټولو بوخت د لندن هیټرو هوايي ډګر کې نن د لوی اور له امله الوتنې وځنډول او یا هم لغوه شوې، چې ور سره نړیوالې الوتنې هم له ګډوډۍ سره مخ شي.
د اور له امله د برېښنا سبسټیشن ته زیان ورسید او د هوايي ډګر برېښنا پرې کېدو سره الوتنې لغوه یا وځنډول شوې.
د رویټرز د راپور له مخې شاوخوا ۷۰ اوروژونکو د لندن په لویدیخ کې د دې اور د مړولو هڅې کولې، خو اور د هوايي ډګر د برېښنا پرې کېدو سبب شوی.
د اور وژنې اداره وايي: «موږ به د اور د لامل د پلټنې لپاره کار پیل کړو او له خپلو همکارو ادارو سره به ګډ کار ته دوام ورکړو څو ګډوډي کمه کړو او خلکو ته مرسته برابره کړو.»
خو د برېښنا د پرې کېدو له امله په هیټرو هوايي ډګر کې ټولې الوتنې ځنډول شوې او یا هم لغوه شوې دي.
د الوتنو ځنډ او لغوه کېدل د نړیوالو مسافرو لپاره لویې ستونزې رامنځته کړې دي.
چارواکو له مسافرو غوښتي چې د خپلو الوتنو د وضعیت په اړه له هوایي شرکتونو سره اړیکه ونیسي او د بدیلو ترتیباتو لپاره چمتووالی ولري.
بل خوا کارپوهانو خبرداری ورکړی چې دا ستونزه یوازې تر هیټرو هوايي ډګره پورې محدوده نه ده بلکې، نړیوالې الوتنې به هم له ګډودۍ سره مخ کړي.
د هیټرو هوايي ډکر د لندن لویدیځ ته په ۲۳ کیلومترۍ کې موقیعت لري او د نړۍ له بوختو هوايي ډګرونو ګڼل کیږي.
په ۲۰۲۳ کال کې هیټرو هیوايي ډګر په اروپا کې تر ټولو بوخت هوايي ډګر و، چې د کورنیو مساپرو د ګڼې ګوڼې له مخې د نړۍ څلورم او د نړیوالو مساپرو د ګڼې ګوڼې له مخې په نړۍ کې دوهم بوخت هوايي ډګر ګڼل شوی دی.