ټامي بروس: د طالبانو له زندانه د جورج ګلزمن خوشې‌کېدل د امریکا ولس لپاره یوه مهمه ورځ ده

AP ۱۴۰۳ کب ۳۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس افغانستان انټرنشنل ته په خبرو کې د طالبانو له زندانه د امریکايي وګړي جورج ګلزمن خوشې‌کېدل د متحده‌ایالاتو ولس او د نوموړي کورنۍ لپاره یوه مهمه ورځ بللې ده.

هغې د پنجشنبې په ورځ (کب ۳۰مه) وویل، چې هېواد یې د طالبانو له زندانه د ټولو امریکایي برمته‌شویو بېرته راګرځولو ته ژمن دی.

مېرمن بروس د افغانستان انټرنشنل خبریالې مرضیه حسیني د پوښتنې په ځواب کې ویلي چې په کابل کې د امریکایي چارواکو او طالبانو ترمنځ د غونډې اړوند جزییات به له مذاکراتي ټیم څخه د نورو اطلاعاتو تر اخیستو وروسته وړاندې کړي.

کابل ته د امریکايي پلاوي له سفر وروسته، د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد اعلان وکړ چې جورج ګلزمن د طالبانو له دوه کلن بند وروسته خوشې شوی دی.

خلیلزاد زیاته کړې چې طالبانو د ډونالډ ټرمپ او د امریکا ولس ته د ښه نیت او ارادې د ښودنې لپاره د ګلزمن له خوشې‌کېدو سره هوکړه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جورج ګلزمن خوشې‌کېدل تاییدوي، زیاتوي چې لا هم یو شمېر امریکایي وګړي په افغانستان کې بندیان دي.

نوموړي وزارت د افغان‌الاصله امریکايي محمودشاه حبیبي د وضعیت او برخلیک په تړاو څه نه دي ويلي، خو د هغه ورور احمدشاه حبیبي څو شېبې مخکې افغانستان انټرنشنل‌-پښتو ته ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د حبیبي د خوشې‌کېدو ژمنه کړې ده.

د احمدشاه په وینا، امریکايي چارواکو ورته ډاډ ورکړی چې ورور به یې ډېر ژر د طالبانو له زندانه خوشې شي.

د یادونې ده چې طالبانو محمودشاه حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګسټ پر۱۰مه نېټه نیولی دی. د معلوماتو پر بنسټ، نوموړی له تېر یو کال راهیسې په کندهار کې د ملا هبت‌الله په شخصي زندان کې ساتل کیږي.

نور خبرونه

رادیو