د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د لومړي ځل لپاره یې د کولوراډو له سیند څخه تیجوانا ښار ته د اوبو د لېږد لپاره یې د یوه ځانګړي کانال د جوړېدو په تړاو د مکسیکو غوښتنه رد کړې ده.
د رویټرز په راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ (مارچ ۲۰مه) خپور شوی راغلي، دا پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې امریکا متحدهایالات مکسیکو د ۱۹۴۴ کال د اوبو له تړون څخه پر سرغړونې تورنوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د لوېدیځې نیمې کرې د چارو دفتر په یوه بیان کې ویلي چې مکسیکو په وروستیو کلونو کې د اوبو رسونې په تړاو خپلې ژمنې نه دي پوره کړي او په وینا یې، دې چارې د امریکا کرنیز سکتور ته سخت زیان رسولی دی.
همداراز امریکایي چارواکو ادعا کړې، مکسیکو پر خپلو کړو ژمنو عمل نه دی کړی چې له امله یې د متحدهایالاتو د بزګرانو لپاره د اوبو رسونې په لېږد کې ډېر کمښت راغلی دی. نوموړي دفتر په اېکسپاڼه کې لیکلي دي: «له مکسیکو څخه د اوبو لېږد دوامداره کمښت د امریکا کرنې ته سخت زیان رسولی دی.»
په داسې حال کې چې مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت لا تر اوسه د امریکا دې پرېکړې ته غبرګون نه دی ښودلی، خو له دې مخکې د دغه هېواد ولسمشرې کلاډیا شینباوم دا موضوع مهمه بللې او ټینګار یې کړی چې حکومت یې په دې اړه ارزونه کوي.
هغې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له پرېکړې څخه مخکې په خپلو څرګندونو کې وویل: «دا مسله د کوناګوا (د مکسیکو د اوبو ملي اداره) او سیلا (د نړۍوال سرحد او اوبو کمېسیون) چې د دغه تړون د بیاکتنې مسوولیت لري، ارزول کېږي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۹۴۴ کال د اوبو پولې د لاسلیک شوي تړون له مخې مکسیکو اړ دی چې په هرو پنځو کلونو کې د متحدهایالاتو ټکساس په پوله کې له دوو ګډو بندونو څخه ټاکلې یو مقدار اوبه امریکا ته خوشې کړي.